Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د سولې هوکړې ته د پومپيو هیله مندي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو چې له مخکې په نه اعلان شوي سفر کې نن کابل ته راغی وايي چې هیله لروي چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې، افغانستان د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.

ښاغلي پومپيو کابل کې له خبریالانو په خبرو کې ویلي امریکا چمتو ده چې خپل ځواکونه له افغانستانه بهر کړي.

د هغه په وینا، واشنګټن د افغانستان د سولې خبرو اترو او د احتمالي هوکړه لیک د عملي کېدو په برخه کې د پاکستان عملي اقداماتو ته په تمه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره یې لیدلي دي وايي چې امریکا به افغانستان هېر نه کړي.

هغه وايي چې د طالبانو له خبرو اترو سره هم‎مهاله امریکا به له افغان حکومت سره په مفصله توګه خبرو ته دوام ورکوي او هیله من دی چې د راتلوونکو درې میاشتو په لړ کې په افغانستان کې د سولې یو هوکړه‎لیک رامنځته شي. 

هغه زیاته کړه:«موږ طالبانو ته روښانه کړه چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسو؛ غواړم چې دا هم روښانه کړم چې د وتلو پر مهال‎وېش هوکړې ته ونه رسېدو.»

د امریکا تر ټولو لوړپوړی ډیپلوماټ، د افغانانو ترمنځ د یوې غونډې د کوربه‎توب لپاره د المان له چمتووالي هرکلی وکړ، خو وايي چې په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان د اقدام په تمه دی.

ښاغلي پومپيو زیاته کړه:«پاکستان په دغه بهیر کې او همدارنګه په سیمه کې د سولې او ټيکاو په دودولو کې ډېره مهمه ونډه لري. ځينې پرمختګونه شوي او موږ د پاکستان د عملي اقدام په تمه یوو، د دغه هېواد همکاري د سولې په خبرو اترو او د هوکړه‎لیک په عملي کېدو کې دی.»

د امریکا د بهرینو چارو وزیر ایران په منځني ختیځ کې د ترهګرو تر ټولو ستر ملاتړی بولي او وايي چې د افغانستان د سولې بهیر ته زیان رسول د هېڅ هېواد په ګټه نه دي.

هغه په افغانستان کې د امریکا، چین او روسیې پر درې اړخیزو همکاریو ټينګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي امریکا چمتو ده چې خپل ځواکونه له افغانستانه بهر کړي.

شریک یي کړئ