Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له کندهار وروسته غزني کې د ټاکنو ګونګ برخلیک

نن (شنبه، د لړم پنځمه) په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې، چې یوه اوونۍ ځنډول شوې وې. 

کندهار کې د ټاکنو له ترسره کېدو سره په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې پای ته ورسېدې، خو د غزني ولایت برخلیک لا هم ګونګ پاتې دی. 

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي که د ټاکنو خپلواک کمیسیون وغواړي چې په دې ولایت کې هم ټاکنې ترسره کړي، دوی په امنیتي برخه کې همکارۍ ته تیار دي. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي: «که د ټاکنو کمیسیون خپل پلان ولري، طبعاً موږ پخپل امنیتي پلان کار کړی، تیار یو، هیڅ مشکل نشته.»

غزني چې د خونړۍ جګړې له امله يې څه موده امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ و، خو بیا هم د غزني اوسېدونکي غوښتنه لري چې په  دې ولایت کې  ټاکنې نور ونه ځنډول شي. 

د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي دوی پلان لري چې په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې راتلونکی کال له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای ترسره کړي. 

د ټاکنو کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمي وايي دوی هلته کوم تیاری نه دی نیولی، ځکه چې اصلاً نوم‌لیکنه نه ده شوې.

هغه زموږ همکارې ته وویل: «ټاکنو کمیسیون ورته تیاری نه دی نیولی، ځکه هلته ثبت نام نه دی شوی، نو چې ثبت نام ونه شي، هلته طبعاً د قانون مطابق ټاکنې نشته، اوس به د ټاکنو مهالوېش جوړېږي، هم د ثبت نام لپاره هم د ټاکنو، ولې احتمالاُ له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای به ترسره کېږي.»

د ټاکنیز بهیر څارونکي بنسټونه هم وايي چې غزني کې د ټاکنو لپاره تیاری نه دی نیولی شوی او اندېښنه ښيی چې حتی ولسمشریزو ټاکنو کې هم د غزني برخلیک تر ګواښ لاندې دی.

د فیفا، اجراییه رییس یوسف رشید وايي: «د غزني په مرکز کې له څو تنو پرته نور چا نوم‌لیکنه نه ده کړې، اصلاً لیست موجود نه دی، چې په کومه ولسوالۍ کې څومره رایه ورکوونکي موجود دي. نو اول د هغوی حضور په ولسمشریزو ټاکنو کې تر ګواښ لاندې دی، چې لیست موجود نه وي، هغوی نه‌شي کولی برخه واخلي.»

په غزني کې د ټاکنو اړوند هغه وخت غبرګونونه را وپارېدل چې د ټاکنو کمیسیونه دا ولایت یوه حوزه اعلان کړ. 

ټاکل شوې ولسمشریزې ټاکنې به د راتلونکي لمریز کال په لومړۍ میاشت کې ترسره شي.
 
شریک یي کړئ