Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ګوانتانامو خوشې بندي: لور ته مې ویلي درس اوايي

پخوانی طالب قومندان، عبیدالله چې اتلس کاله یې بګرام، ګوانتانامو او عربي متحده عربو اماراتو بند کې تېر کړي، نه غواړي چې بیا د جګړې ډګر ته ولاړ شي.

هغه د خوست ولایت دی او اوس ۳۸ کاله  عمر لري، وايي چې جګړه د حل لار نه ده، او خپلې لور ته یې هم ویلي چې ښوونځي کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

عبیدالله وايي خوست کې هرڅه ورته نوي ښکاري، او دغه ښار کې ابادي او پرمختګ له جګړې د دغه ښار لیري والی ښکاره کوي.

هغه اوولس ورځې مخکې خپل ټاټوبي ته رسېدلی او په لومړي ځل ښار ته وځي چې د ښار آبادي ورته زړه خوشالوونکې ده.

عبیدالله خپل کابو نیمايي عمر په بند کې تېر کړی دی.

نوموړی وايي:«خو خپلې لور ته د زده کړې سپارښتنه لري:«غواړم چې اولادونه مې درس اوايي او پرته له درس نه پرمختګ نشي کولی، همداراز افغانستان اړتیا لري چې خلک یې باسواده وي.»

د عبیدالله کورنۍ وايي چې د نوموړي خوشې کېدل ورته یو خوب ښکارېدو، خو اوس چې کورته راستون شوی، د کور فضا یې ګرمه کړې ده.

عبیدالله ۱۸ کلن وو چې د خپل له خپلې خونې له خپل تره زوی سره د امریکايي ځواکونو لخوا ونیول شو.

د هغه د تره زوی، عثمان څرګندوي:«دومره په موږ ظلم وشو چې موږ فکر وکړ، لوی مجرمان یوو، په داسې حال کې چې بې ګناه وو.‎»

خو عثمان درې میاشتې وروسته له بګرام بنده خوشې او عبیدالله ګوانتانامو ته واستول شو.

د عبیدالله ورور، محمداکرم بیانوي:«کله چې پوه شوو عبیدالله ګوانتانامو زندان ته استول شوی، دوه نیم کاله مو ورسره اړیکې نه وې او وروسته مو ترې یو لیک ترلاسه کړ او وروسته بیا دغو لیکونو لړۍ د سره صلیب نړېوالې کمېټې په مرسته دوام درلود، او وروسته بیا دغې کمېټې موږ ته د ټلفوني اړیکو زمنیه هم مساعده کړه.»

 عبیدالله اوس خوشاله دی چې ازاده ګرځي، خو د ژوند ټولې کیسې یې د بند سختې ورځې جوړوي."کلونه ّه قفس او سلولونو کي وم"

د عبیدالله ژوند په خلاف خوست کې حالت ښه مخې ته روان وو. د عبیدالله له نیول کېدو درې ورځې مخکې یې لور پيدا شوې وه، خو هغه به بند کې د هغې راتلونکې په تړاو او د خپلې ازادۍ په اړه فکر کاوو"نور له طالبانو سره نه ځم"

اوس د عبیدالله زړه تنګه ماښامونه پایته رسېدلي دي، خو لا یې هم په یاد دي چې په اوسپنیزو قفسونو کې د ناهیلۍ شېبې شمارلې هغه وايي:«یوازې له یوه کوچني سوري مو د باندې ځای لیدلی شوو.»

عبیدالله ته خوست کې هرڅه نا اشنا دي، ان د خپل ښار ډوډۍ یې هم هېره کړې هغه د ډوډۍ پرمهال کله چې څښاک ګوري پوښتي چې څه دي او وروسته د ځواب له اخیستو وايي:«دا لومړۍ ځل دی چې انرژي څښم.»

عبیدالله پوهيږي چې نیمايي عمر یې په بند کې هسې تېر شو، خو دا چې نه غواړي د جګړې ډګر ته ولاړ شي د ښه ژوند لپاره ورته هیلې راژوندۍ کوي.

د عبیدالله کورنۍ وايي چې د نوموړي خوشې کېدل ورته یو خوب ښکارېدو، خو اوس چې کورته راستون شوی، د کور فضا یې ګرمه کړې ده

شریک یي کړئ