Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوګر کې د افغان ځواکونو چاڼیز عملیات

افغان ځواکونو د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ کې د څو ورځو راهیسې د نا امنو سیمو امنیت تامین لپاره پوځي عملیات پیل کړي دي.

یاده ولسوالۍ په لوګر کې د طالبانو په ولکه کې لویه سیمه بلل کېږي. او چارواکي هم مني چې د طالبانو شتون له کبله په کې حکومتي کارونه هم سم مخې ته نه ځي.

افغان ځواکونو د شنبې په ورځ (د وري په ۳۱مه) پیل کړي دي. دوی وايي وروسته له هغې یې عملیات پیل کړل چې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل او ۱۳ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ او ۹ تنه طالبانو له ځانه سره بوتلل.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې لوا قومندان، عبدالمتین حسین خېل وايي:«بهرني هم شته دي چې منځ کې یې چچنیان دي، عربان دي، پاکستانیان دي، دوی هم له منځته تللي دي.»

 د څرخ ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کې دی او شاوخوا یې هم ګواښونه شته دي، خو افغان ځواکونه د پرمختګ ستونزه لاره کې ماینونه بولي.

د څرخ ولسوال، خلیل الله کمال زیاتوي:«موږ له بده مرغه نه یوو توانېدلي چې د ولسوالیو په سیمو کې امنیت راولو او ښه حکومتولي رامنځته کړو، موږ د خلکو ستونزې په پام کې نیسو او مخې ته ځو.»

په داسې حال کې چې نېږدې دوې میاشتې مخکې امریکا او طالبانو سره د سولې هوکړه وکړه، خو لا هم افغان ځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

توافق‌ صلح امریکا و طالبان، کم کم به دومین ماه عمرش نزدیک می‌شود؛ اما در این مدت، نیروهای دولتی و طالبان، همواره در جنگ بوده‌اند و حتا به‌تازه‌گی، طالبان از ادامه حمله‌های نیروهای امریکایی بر خودشان، در این مدت، نیز پرده برداشته‌اند.

د لوګر امنیه قومندان، رحم خدا مخلص څرګندوي:«مخکې به یې ویل (طالبانو) چې موږ له بهرنیو ځواکونو سره جګړه کوو او امنیتي ځواکونو له هغوی دفاع کوي. خو اوس ښکاره شوه چې دوی له ائتلاف ځواکونو سره هوکړه وکړه.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې مخکې افغانستان کې د یوې اوونۍ لپاره تاوتریخوالی کم شو او تمه وه چې دا بهیر به له هوکړې وروسته هم دوام وکړي.  خو د هوا له ګرمېدو سره دا تمه غلطه ثابته شوه.

شریک یي کړئ