Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لوګر کې د جنسي استفادې د ادعا څېړلو لپاره درې پلاوي ټاکل شوي

د پوهنې وزارت وایي چې د لوګر په شپږو ښوونځیو کې له ماشومانو د جنسي ګټنې تورنو د څیړولو لپاره د پوهنې وزارت، ملي شورا او ځایي چارواکو درې پلاوي ټاکل شوي دي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت په دې اړه وايي:«تفتیش کوو، څېړنه کوو، د دې حقیقت د افغانستان له خلکو سره واضیح کوو او د مدني ټولنې له چارواکو څخه زموږ تمه دا ده چې هغوی هم د خپلو کړنو په مقابل کې ځواب ویونکي وي.»

وروسته له هغې چې، د لوګر د مدني ټولنې رییس له طلوع نیوز سره په مرکه کې ادعا وکړه چې، د دغه ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې له ماشومانو جنسي ګتنه شوې ده.

د محمد موسی محمودي څرګندونو د یو شمېر سناتوران دغه راپور ټکان ورکوونکی بولي او پر جدي څېړنې یې ټینګار کوي.

د مشرانو جرګې غړې، انارکلي هنریار څرګندوي:«وروستۍ محکمې پرېکړه نه ده کړې، باید په دې برخه کې چوپتیا غوره کړل شي.»

د ولسي جرګې غړی عبدالرووف انعامي وايي د اخلاقي فساد تورونه یوازې په پوهنې وزارت کې نه بلکې په یو شمېر نورو بنسټونو کې هم شته او باید پرې سترګې پټې نه شي.

د ولسي جرګې غړی، عبدالرووف انعامي وايي:«موږ د واقعیتونو له پوښلو سره نه شي کولای یوه نېک نامه ټولنه واوسو، موږ د واقعیتونو په څرګندولو او د منفي کارونو په وړاندې له مبارزې سره کولای شو یو ښه ټولنه واوسو.»

خو په مشرانو جرګې کې د لوګر استازي بیا دغه ادعاوې بې بنسټه بولي. 

د مشرانو جرګې دویم مرستیال، آصف صدیقي زیاتوي:«دا تورونه د پوهنې کورنۍ ته زیات زیان رسوي. له رسنیزو وروڼو څخه مو غوښتنه دا ده چې دغې موضوع ته پاملرنه ولري.»

د مشرانو جرګې غړی، اکبر ستانکزی څرګندوي:«د معارف بدنامه کول د ټولو هېواد بدنامه کول دي.»

په دې منځ کې پوهنې وزارت په داسې حال کې چې، د لوګر په ښوونځیو کې د ماشومانو هر ډول جنسي ځورونه ردوي؛ خو وايي چې، د دغې ادعا د څېړنې په موخه درې پلاوي، له پوهنې وزارته، له ملي شورا او همداراز د لوګر د سیمه ییزو مسوولینو لخوا ګومارل شوي دي.

ورته مهال د مشرانو جرګې غړي په جدي ډول د دغو تورنو څېړنه غواړي  او د ثابتېدو په صورت کې یې د عاملانو پر مجازاتو ټینګار کوي.

شریک یي کړئ