Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوګر کې د جنسي ځورونې د رپوټونو پر څېړنې د امریکايي بنسټ ټينګار

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومته غوښتي، چې د لوګر په ښوونځیو کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې د رپوټونو په تړاو جدي پاملرنه وکړي. 

په مرکزي او جنوبي اسیا کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ادارې په ټویټر پاڼه کې یاد رپوټونه اندېښمنونکي بللي دي. 

په همدي حال کې د افغان ولسمشر ویاند د یاد ټویټ په ځواب کې د حکومت له لوري په دې برخه کې پر جدي څېړنو ټېنګار کړی دی. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سویلي آسیا د چارو اداره د خپل ټویټر پر پاڼه د لوګر په ښوونځیو کې د ماشومانو د جنسي ځورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي.

په دغه لیکنه کې د افغان حکومت له چارواکو او لویې څارنوالۍ غوښتل شوي دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي:«څو اقدامه چې اړتیا وه هغه مو عملي کړي او د قانون د حاکمیت په عالي شورا کې هم پر دغې موضوع بحث شوی او لویې څارنوالۍ او د افغانستان ملي پولیسو ته هم حکم شوی چې په جدي توګه دغه پېښه وڅېړي.»

له بلخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د دغو رپوټونو د مهم والي له امله دا بنسټ غواړي په دې هکله خپلواکې څېړنې وکړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر څرګندوي:«کمېسیون به له نړیوالې ټولنې، لویې څارنوالۍ سره په همغږۍ کې خپله خپلواکه څېړنه وکړي، ځکه چې په ګوته کړو څومره قربانیان موجود دي او په دویم پړاو کې هغوی، هغو بنسټونو ته معرفي کړو چې وکړای شي ملاتړ یې وکړي.»

د پوهنې وزارت هم په دې اړه د دولتي بنسټونو او د مدني ټولنې د غړو په ګډون پلاوي د څېړنو د دوام خبر ورکوي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت زیاته کړه:«دا پلاوی به ډېر ژر لوګر ولایت ته ولاړ شي. دا پلاوی به هم له زده کوونکو او هم له ښوونکو، والدینو او په ټول کې له بېلابېلو طریقو څېړنه کوي.»

د لړم په ۲۳ نېټه د لوګر د مدني ټولنې ادارې په یوه رپوټ کې په دغه ولایت کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په وړاندې د ناوړه چلند د ۳۹۰ تورونو له ثبتولو پرده پورته کړه چې دا رپوټ له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

شریک یي کړئ