Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لوګر کې له ماشومانو د جنسي استفادې د ادعاګانو په اړه غبرګونونه

په لوګر ولایت کې له ماشومانو د جنسي استفادې په اړه د رپوټ خپرولو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

له دې ډلې نن (شنبې د لړم په ۲۵مه) د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې، په دې اړه تود بحث وشو. ځينو استازو د ولسي جرګې د رییس په ګډون، د لوګر په ښوونځیو کې له ماشومانو جنسي استفاده «وحشتناکه» وبلله او د دغې ناوړې استفادې د عاملانو د سزا غوښتونکي شول.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني په دې اړه وویل:«هغه خبر چې پر ماشومانو د جنسي تېري په اړه د لوګر په معارف کې خپور شو واقعاً وحشتناکه و.»

د ولسي جرګې غړی نذیراحمد حنفي هم وايي:«د لوګر او هغې ته ورته پېښې... عادي نه دي هغه کس چې دوه ځلې د لواطت عمل وکړي د اعدام مستحق دی.»

دوه ورځې مخکې د لوګر ولایت د مدني ټولنې رییس له طلوع نیوز سره په مرکه کې ادعا وکړه، په هغه څېړنه کې چې ده، د دغه ولایت په شپږو ښوونځيو کې کړې، ښيي چې پر ۵۵۰ ماشومانو جنسي تېری شوی.

د ولسي جرګې ځينې نور غړي په لوګر کې له ماشومانو د ناوړه جنسي استفادې ادعاګانې ناسمې ګڼي.

د ولسي جرګې غړی سید احمد خادم وویل:«ځينې هېوادونه، ځينې تبیلغاتي شبکې، هڅه کوي چې دا ستر اتل ملت له منځه یوسي.»  

د ولسي جرګې غړې لیلما حکمي وايي:«څو تنه د پوهنې کمېسیون او کورني امنیت او د هغه ولایت څو استازي ګډون وکړي او دا پېښه دې وڅېړي، اړینه نه ده چې موږ څارنوالان او یا هم نورو تقسیمات وکړو.»

خو د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي په داسې حال کې چې له هغو کسانو چې دا رپوټ یې مستند کړی او دغه راز له هغو رسنیو چې دا خبر یې خپور کړی ستاینه کوي، خو ټینګار کوي چې که ملي شورا د دغه خبر پر وړاندې چوپتیا غوره کړي دا به له اخلاقي فساد نه د ملي شورا د ملاتړ په معنی وي.

ورته مهال د لوګر ولایت ځينې اوسېدونکو، نن د دغه ولایت په مرکز کې یوه غونډه جوړه کړه. دغو اعتراض کوونکو، له ماشومانو د ناوړه جنسي استفادې په اړه د دغه ولایت د مدني ټولنې څېړنه ردوي او وايي چې په دې اړه باید توضیحات ورکړل شي.

د لوګر اوسېدونکی سید داوود هاشمي وايي:«دا په بشپړه توګه بې بنسټه او دورغ دي او هر چا چې ویلي او کړي د خپلو شخصي ګټو په خاطر یې ویلي.»

بل خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کورنیو چارو له وزارته غواړي چې د هغو کسانو امنیت دې ټینګ کړي چې دا تورونه یې رسنیز کړي دي.

د بشري حقونو د کمېسیون د ماشومانو د برخې کمېشنره راضیه صیاد څرګندوي:«د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم له امنیتي بنسټونو غواړي څو د بشري حقونو د فعالانو او د هغو مدني بنسټونو د فعالانو چې په دې برخه کې کار کوي امنیت تامین کړي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم په ډاګه کړه:«پولیسو نن د دوی د دفتر د امنیت ټينګښت لپاره جدي امنیتي تابیاوې نیولې وې او د دې لپاره چې د دوی ګواښونو ته رسېدنه وشي، باید اړونده امنیتي مراجع په جریان کې پرېږدي.»

له دې ټولو سره د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وايي چې دا موضوع دې به په جدي توګه په ښوونځيو کې وڅېړل شي. 

ورته مهال د لوګر ولایت ځينې اوسېدونکو، نن د دغه ولایت په مرکز کې یوه غونډه جوړه کړه. دغو اعتراض کوونکو، له ماشومانو د ناوړه جنسي استفادې په اړه د دغه ولایت د مدني ټولنې څېړنه ردوي.

شریک یي کړئ