Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوګر کې نښته؛ شپږ طالب وسله‌وال وژل شوي

د ۲۰۳ تندر قول اردو خبرپاڼه کې نن(دوشنبې د زمري په ۶مه نېټه) ویلي دي چې شپږ طالب وسله وال لوګر کې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید پرمهال وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې نښته کې ۸ طالب وسله وال ټپیان شوي هم دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې نښته تېره ورځ هغه پیل شوې چې طالبانو د پل علم اړوند په "دادوخېل" او د محمد اغې ولسوالۍ لشکریخیل سیمه کې پر پوستو بریدونه وکړل.

تندر قول اردو وايي چې افغان ځواکونه د طالبانو له بریده خبر وو او یاده ډله له سخت ځواب سره مخامخ شوه.

د یادې قول اردو خبرپاڼه کې ویل شوي چې نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

لوګر کې نښته؛ شپږ طالب وسله‌وال وژل شوي

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویلي دي چې دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی

شریک یي کړئ