Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوګر کې هوايي برید د څلورو افغان سرتېرو ژوند واخیست

په لوګر ولایت کې د هوايي برید په پایله کې څلورو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۶نور ټپيان دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، شاه پور احمدزی نن(سې شنپې د لړم په ۲۱مه نېټه) وايي دغه هوايي برید په تېرودنې سره د افغان ځواکونو پوسته په نښه شوې ده.

نوموړی زیاتوي، ټېره شپه یوې ډلې طالب وسله والو د لوګر ولایت مرکز، پل علم اړوندې خضر بازار سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې بریدونه وکړل، کله چې مرستندویه هوايي ځواک راورسید، په تېروتنې یې پر افغان ځواکونو برید وکړ.

ښاغلی احمدزی په برید کې د څلورو افغان سرتېرو وژل کېدل او د شپږو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

په همدې حال کې افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په یوې اعلامیې کې راغلي دي چې موږ په لوګر کې د یوه هوايي برید په تړاو مالومات لرو، او د پېښې څرنګوالي په تړاو له افغان لوري سره څېړنې پیل شوې دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند وايي دغه هوايي برید په تېرودنې سره د افغان ځواکونو پوسته په نښه شوې ده.

شریک یي کړئ