Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوګر کې هوايي برید یو مُلکي کس وژلی او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي

د لوګر ځينې اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي ادعا لري چې د دغه ولایت د پل علم ښار بابوس کلي کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید په پایله کې، یو ولسي وګړی وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان دي.

هغوی وايي چې د دغه هوايي برید په زیانمنو کې ماشومان او مېرمنې هم شامل دي.

حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکنی ولسمشر حامد کرزی د هغو بریدونو د درېدو غوښتونکی شوی چې په هغو کې ولسي وکړو ته زیان رسېږي.

د بابوس کلي اوسېدونکي وايي چې زیانمن شوي کسان د یوې کورنۍ غړي.

د زیانمن شوې کورنۍ له خپلوانو منګل وايي:«هغوی بې ګناه خلک وژلي. هغوی له الوتکې ډزې وکړې. هغوی خلک یې له کورنو راویستل او وې وژل. هر څوک چې مشکوک دی باید محاکمه شي نه دا چې په دې بڼه خلک ووژني.»

د زیانمنې کورنۍ له خپلوانو نوروز هم زیاتوي:«هغه (وژل شوی کس) یو بزګر و او موټر یې چلوه. ټول کسان چې زیانمن شوي دي بې ګناه خلک وو.»

له دې مخکې هم د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه رپوټونه خپاره شوي. په دې وروستیو د پکتیا په زرمت کې ۱۱ تنه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي چې له ځان سره یې ډېر غبرګونونه لرل.

ولسمشر غني ویلي هغه کسان چې په دغې پېښه کې ګرم وي، مجازات به شي. 

شریک یي کړئ