Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لویه څارنوالۍ: د ولید تمیم  دوسیه زموږ تر څېړنې لاندې ده

لویه څارنوالۍ وايي چې د ګمرکونو او عوایدو د معینیت سرپرست ولید تمیم دوسیه د دغه بنسټ تر څېړنې لاندې ده او د دغې څېړنې پایله به ډېر ژر اعلان کړي.

دا دوسیه له هغې مخکې کله چې ولید تمیم د مالیې وزارت د ګمرکونو مرستیال شي لویې څارنوالۍ ته استول شوې وه، خو بیا هم ولسمشر هغه یې دغه وزارت ته معرفي کړی دی.

لویې څارنوالۍ کابو درې میاشتې مخکې تایید کړه چې ولید تمیم په دغه بنسټ کې د فساد او اختلاس دوسیه لري.

اوس له فساد سره د مبارزې ادارې وايي حکومت ولې داسې کس چې د فساد دوسیه لري په عاید لرونکي بنسټ کې یې د مسوول په توګه ګومارلی دی.

د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تېموري په دې اړه څرګندوي:«د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونه نه دي توانېدلي هغه دوسیې چې په دغو بنسټونو کې ثبت شوي په بې پرې او عادلانه توګه وڅېړي. عدلي او قضايي بنسټونه د قانون په سمون کې د دوسیو د څېړلو لپاره محدود وخت لري، خو داسې ډېرې پېښې شوي چې دوسیه له پرېکړې پرته په عدلي او قضايي بنسټونو کې پاتې دي.»

د پوهنتون استاد ناصر وطن یار په دې اړه زیاتوي:«هغه کسان چې په فساد کې لاس لري، له بده مرغه په بنسټونو او هغو ځایونو کې معرفي کېږي له یوې خوا د خلکو ذهنیت خرابوي او له بلخوا له فساد سره مبارزه چې حکومت وايي له ننګونې سره مخامخ کوي.»

خو د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو د معینیت سرپرست په لویه څارنوالۍ کې د خپلو دوسیو په اړه وايي پر دغو بنسټونو باور لري.

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو د معینیت سرپرست ولید تمیم په دې اړه وویل:«موږ په عدلي او قضايي بنسټونو په بشپړه توګه اعتماد لرو. پرېږدئ هره موضوع چې له هرې مرجعې چې راجع کېږي دنده لري څو په عادلانه توګه هغه وڅېړي.»

ولید تمیم د تېلو او ګازو د تصدۍ پخوانی رییس و، د لویې څارنوالۍ په وینا پر هغه د فساد او اختلاس تورونه هم په دغه بنسټ کې د نوموړي د مسوولیت پرمهال وو.

د ولید تمیم د فساد او اختلاس دوسیې له څېړلو سره په یو وخت ولسمشر غني هغه، چې د پنځه کاله مخکې په ټاکنو کې له نږدې کسانو څخه و، د ګمرکونو او عوایدو معینیت او همداراز په هند کې د افغانستان د سفیر په توګه معرفي کړ. 

له فساد سره د مبارزې ادارې وايي حکومت ولې داسې کس چې د فساد دوسیه لري په عاید لرونکي بنسټ کې یې د مسوول په توګه ګومارلی دی.

شریک یي کړئ