Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لویې څارنوالۍ لوګر کې د ماشومانو جنسي ځورونې تورونو څېړنه پيل کړه

په لوګر کې د لسګونه ماشومانو او تنکیو ځوانانو د جنسي ځورونې د تورونو له ټولیز کېدو د درېیو اوونیو په تېرېدو سره اوس لویه څارنوالي وايي چې، دغه بنسټ د دغو تورونو څېړنه پیل کړې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن (جمعه د لیندۍ په ۱۵مه) طلوع نیوز ته وویل چې د دغو تورونو څېړونکی پلاوی د لویې څارنوالۍ د یوه مرستیال له ریاست سره مشخص شوی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:«هڅه کېږي چې له وخت سره مشم، او دقت ته په پاملرنې سره چې عدالت ته زیان ونه رسوي، زموږ اجرات بشپړېږي.»

له بل لوري، سره له دې چې، په لوګر کې د یو شمېر ماشومانو او تنکیو ځوانانو د جنسي ځورونې د تورونو له خپرېدو وروسته د دغه ولایت د پوهنې رییس د استعفا په اړه راپورونه هم خپاره شوي؛ خو پوهنې وزارت په دې اړه څه نه وايي. 

په ورته وخت کې پوهنې وزارت د دغو تورونو د لا روښانتیا په موخه د بشري حقونو او نورو مدني ټولنو په ګډون د یوه پلاوي له جوړېدو خبر ورکړی دی.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت څرګندوي:«د لوګر د پوهنې رییس د دې په دلیل چې اوس بل چېرته په خدمت بوخت شوی او له پوهنې وزارت سره همکاري نه لري. یو بل کس د وارثي کولو لپاره د مخکني رییس چارې په مخ بیايي.»

د لوګر د مدني ټولنې رییس موسی محمودي د بشري حقونو له یوه بل فعال سره د دغو تورونو له ټولیز کولو وروسته د څارګرې ملي ادارې له لوري ونیول شو؛ خو تر سختو نیوکو وروسته دوی له یاده بنسټه بېرته خوشې شول او دمګړۍ د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په یوه خوندي ځای کې ساتل کېږي.

حقوق پوه خالد نور وايي:«که چېرې دا موضوع ونه څېړل شي، د افغانستان قوانین به هم تر پوښتنې لاندې راشي؛ کله چې تر پوښتنې لاندې راشي دا په دې مانا ده چې قانون ته درناوی نه کېږي او د قانون حاکمیت له منځه ځي.»

اوس اوس د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د ماشومانو ملګرو ډلې په لوګر کې د ځینو ماشومانو د جنسي ځورونو په اړه شته تورونه ټکان ورکوونکي بللي او له افغان حکومته یې غوښتي څو دغه تورونه په جدي توګه وڅېړي.

شریک یي کړئ