Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لویې څارنوالۍ کې د دندې لپاره د معلولو کسانو ترمنځ ازاده سیالۍ

لویې څارنوالۍ نن (یکشنبې، د سلواغۍ په ۱۳مه) په دغه بنسټ کې د ځينو پستونو د ترلاسه کولو لپاره د معلولو کسانو ترمنځ ازاده سیالۍ ترسره کړه.

په دغې ازموینې کې له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۲۷ معلولو کسانو ګډون کړی وو.

د لویې څارنوالۍ مرستیال وحیدالدین ارغون وویل ټاکل شوې چې د دغو کسانو له ډلې یوازې لس تنه د دغه بنسټ په حرفه يي برخو کې ګومارل کېږي:«لویه څارنوالۍ ژمنه ده چې د دغو لسو بستونو له ځانګړي کېدو سره، په دغه بنسټ کې معلولو کسانو ته د ډېره زمینه برابره کړي او دا د دغه بنسټ د ژمنو عملي کېدو څرګندوی کوي.»
 
د پکتیا اوسېدونکی ذاکرالله چې په دغه ازموینه کې یو له ګډون کوونکو څخه دی وايي په ځلونو یې هڅه کړې چې کار پیدا کړي، خو د تعصبي چلنونو له امله په حکومتي بنسټونو کې ګومارل شوی نه دی:«له دولته غواړم چې موږ ډېر په ادارو کې وګوماري او هغه ژمنه یې چې کړې وه عملي کړي.»

حضرت چې له بلخ ولایت څخه په دغې ازموینې کې ګډون کړی، له ذاکرالله سره ورته تجربه لري:«په ازموینه کې روڼتیا تامین کړي او هغه څوک چې ریزرف کې راځي د هغوی حق دې تامین کړي.»

له دې سره سم، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې، په هېواد کې معلول کسان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوب څرګنده کړه:«په اداراتو کې د دوی د ګومارنې زمینه برابره نه ده او هغه کسان چې دنده لري ډېره فضا ورته برابهر نه ده او حکومت باید ورته رسېدنه وکړي.»

سره له دې چې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون څو میاشتې مخکې ویلي و چې، د دغه بنسټ د نوې کړنلارې له مخې د معلولینو ډېری ستونزې به حل او په دولتي بنسټونو کې د هغو په شمېر کې هم ډېروالی راشي؛ خو لا تر اوسه ډېریو دولتي بنسټونو دغه کړنلاره عملي کړې نه ده.

د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې د شمېرو له مخې دمګړۍ په هېواد کې نږدې یو مېلیون معلولین شتون لري.

ټاکل شوې ده چې د دغو معلولو کسانو له ډلې دوه تنه یې په کابل او اته تنه نور یې په ولایتونو کې وګومارل شي.

شریک یي کړئ