Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مارک مېلي: روسیې له کلونو د طالبانو او حقاني شبکې مالي ملاتړ کړی

په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژنې په تړاو د روسیې د مالي مرستو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د پنټاګون لوړپوړي چارواکي ګواښ کوي که چېرې دغه ادعا تایید شي، امریکا به د هغه ځواب ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر او لوی درستیز وايي چې روسیې او ځينو نورو هېوادونو له کلونو راهیسې له طالبانو، حقاني شبکې او په افغانستان کې له نورو ترهګرو ډلو مالي ملاتړ کړی دی.
 
دغو امریکايي جګپوړو چارواکي دغه څرګندونې د امریکا د ولسي جرګې پوځي کمېټېه کې چې د وضاحت ورکړې په موخه غوښتل شوي وو کړي دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک مېلي وايي:«یوازې روسیه نه ده؛ بلکې نور هېوادونه هم دي چې، په افغانستان کې پر بېلابېلو ډلو خپل اغېز لري. دوی له یادو ډلو سره له روزنې او پیسو ورکړې سربېره د تبلیغاتو له لاري هم ملاتړ کوي. روسیې ته په درناوي، دغه هېواد یو له هغو هېوادونو دی چې، له کلونو راهیسې د هغو لاملونو له مخې چې له ځانه سره یې لري، د طالبانو او حقاني ډلې په وسیله یادې چارې ترسره کوي.»

د پنټاګون چارواکي وايي، که چېرې دا تایید شي چې، روسیې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژنې لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي؛ نو امریکا به هغې ته ځواب ورکړي.
د امریکا دفاع مارک اسپر وویل:«ما په دې اړه لومړني راپورونه ترلاسه کړي دي؛ خو وروسته له هغې چې جنرال مېلر او جنرال مېکنزي په دې اړه پلټنه وکړه؛ هېڅ یوه یې فکر نه کاوه چې، دغه راپور دې معتبره وي.»

د ارمیکا د پوځ لوی درستیز مارک مېلي هم زیاته کړه:«غواړم په مشخصه توګه مالي مرستو ته اشاره وکړم. دا جلا معلومات دي چې، لاتر اوسه نه دي تایید شوي. د هغې په اړه تاسو ټولو ته روښانه شوې ده. زه، دفاع وزیر او نور دغه مسله جدي ګڼو. موږ غواړو د دغې مسلې عمق ته ځانونه وروسو او کله مو چې وموندله چې دا واقعیت لري او سم دی؛ بیا به اقدام وکړو.»

تر دې مخکې، د یاد راپور له خپرېدو وروسته روسیې دغه تور رد کړی او طالبانو هم په وار وار دغه تور ناسمن بللی دی.

شریک یي کړئ