Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ماشومانو نړیواله ورځ؛ کورونا۷مېلیونه ماشومان له بېوزلۍ سره مخ کړي

د ماشومانو له نړیوالۍ ورځې سره هم مهاله، له ماشومانو د ملاتړ بنسټونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د کورونا ویروس کړکېچ څه باندې اوه مېلیونه ماشومان له بېوزلۍ سره مخ کړي دي.

د ماشومانو د ملاتړ بنسټ ویانده مریم عطایي وايي:«د کووېډ نولس کړکېچ چې څه باندې اوه مېلیونه ماشومان یې په افغانستان کې د ناروغۍ او لوږې له ګواښ سره مخ کړي او همدارنګه ښوونځيو ته له تګه هم پاتې دي. په تېرو درې میاشتو کې نه دي توانېدلي چې خپل لومړني حق ته چې زده کړې دي ورسېږي.»
 
په افغانستان کې ځينې ماشومان تل له یو ډول نه یو ډول اغیزمنتیاو سره مخ وي او په دې منځ کې د سړکونو پر سر د درنو کارونو ترسره کول، د دوی ژوند ډېر اغېزمن کړی دی.

۱۲ کلنه رڼا له دوو کلنو راهیسې د کابل په سړکونو کې قلمونه خرڅوي. هغه وايي، معلول پلار یې د کار کولو وس نه لري او هغه د ناچارۍ له امله اړه ده چې د خپل کور د اړتیاو د پوره کولو لپاره کار وکړي.

کارګره ماشومه رڼا په دې اړه زیاتوي:«زموږ اقتصاد ښه نه دی پلار مې معیوب دی کار نه شي کولای ورور مې وړوکی دی اړه یم چې بهر شم.»

وارث د کابل په سړکونو کې یو بل کارګر ماشوم دی. هغه بیا وايي چې له دغه کار سربېره ښوونځي ته هم ځي.

هغه وايي:«سهار کار ته راځم له ځینو موټرو لس روپۍ اخلم کار کوم موټر ته د سپرلۍ لپاره نارې وهم، کله سپرلي نه وي نور کار نه وي، ځينې ورځې کېږي او ځينې ورځې نه کېږي او کور ته تش لاس ځم.»

بلخوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت شمېرې ښيي چې په هېواد کې کابو شپږ مېلیونه ماشومان له بېلابېلو زیانونو سره مخ دي.

له دې ډلې څلور مېلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او څه باندې یو مېلیون نور یې پر سړکونو ستونزمن کارونه کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال غلام حیدرجیلاني څرګندوي:«کابو شپږ مېلیونه ماشومان له ګواښ سره مخ دي چې یونېسف شرچینه ده درې اعشاریه یو مېلیون زیانمن ماشومان لرو، یو اعشاریه دوه مېلیونه ماشومان درانه کارونه ترسره کوي چې د کار نړیوال سازمان دا شمېرې وړاندې کړې دي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند نعیم نظري هم وايي:«د دغه هېواد د ماشومانو وضعیت له بده مرغه د زده کړې د لاسرسي په برخه کې د روغتیا په برخه کې، د جبري کار، په کم عمر کې واده له ماشومانو جنسي استفاده، په فوق العاده تعوګه ناوړه او د منلو وړ نه ده.»

نن له ماشومان د ملاتړ نړۍواله ورځ ده. دغه ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې، په افغانستان کې له څو میاشتو راهیسې د ماشومانو روزنیز برخلیک ناروښانه دی او لا هم مالومه نه ده چې د کورونا ویروس له امله تړل شوي ښوونځي به کله بیا پرانستل شي.
 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت شمېرې ښيي چې په هېواد کې کابو شپږ مېلیونه ماشومان له بېلابېلو زیانونو سره مخ دي.

شریک یي کړئ