Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مایک پومپيو: لویه جرګه د سولې بهیر ملي ملاتړ لپاره مهمه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په کابل کې د مشورتي لویې جرګې له ترسرواي هرکلی کوي او وايي چې دغه جرګه د افغان سولې بهیر د ملي ملاتړ او د طالبانو د پاتې بندیانو د خلاصون د څرنګوالي لپاره چې طالبانو نوملړ کړي او د افغانانو ترمنځ د خبرو په وړاندې یوازینی خنډ دی، ډېر مهم دي.

په یوې بیانیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې د ښاغلي پومپيو له قوله ویلي دي چې د دغو بندیانو پر وخت خلاصون سره، طالبان ژمن دي چې له د سولې له مرکچي پلاوي سره چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د قدرت ښکارندوی دی مذاکره پيل کړي.

د دغې خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي دي:«طالبان همدارنګه ژمنه کړې د خبرو په لړ کې چې لوري هڅه کوي د جګړې د پای او د تلپاتې اوربند لپاره کړنلار پيدا کړي او د تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې کچه هم کمه کړي.»

پومپيو ویلي چې امریکا هڅه کوي چې طالبان پر خپلو ژمنو ژمن پاتې شي.

په دغې بیانیه کې د پاتې طالب بندیانو په اړه لیکي:«موږ منو چې د بندیانو ازادول یوه غیر معموله چاره ده، خو دا سخته پرېکړه کولای شي ښه پایله ولري، هغه پایله چې له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان خلک او د افغانستان ملګري د هغه تمه لري.»

په بیانیه کې ویل شوي چې د تاوتریخوالي کموالی او مخامخ خبرې کولای شي چې څلورېښت کلنه جګړه پای ته ورسوي.

امریکا د افغانستان له سیاسي مشرانو هم غوښتي دي چې د لاسته راغلې موکې څخه د سولې لپاره لپاره استفاده وکړي. 

په بیانیه کې همدارګه راغلي:«د امریکا متحده ایالات له ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، نورو افغان مشرانو او د لړیې جرګې غړو څخه غواړي چې د سولې لپاره له تاریخي موکې د ټولو افغانانو په ګټه استفاده وکړي او د سیمه ییز او نړیوال ثبات په برخه کې ونډه واخلي.»

په بیانیه کې ویل شوي چې د ولسمشر ټرمپ اداره له افغانستان سره شراکت ته ژمنه ده.

بیانیه په دې اړه لیکي: «له افغانستانه ترهګریز ګواښونه هېڅ کله باید د مریکا او متحدانو لپاره یې ګواښ وي. موږ چمتو یوو چې دغې موخې ته د رسېدو لپاره د افغانستان له امنیتي همکارانو سره د پام وړ امنیتي مرستې ولرو.»

په دغې بیانیه کې پومیپو همدارنګه ویلي دي هغه لاسته راوړنې چې افغانستان له ۲۰۰۱ زیږدیز کال څخه وروسته ترلاسه کړي باید خوندي وي.

هغه زیاتوي:«په داسې حال کې چې د افغانستان د راتلوونکي په اړه هر ډول پرېکړه په افغانانو پورې اړوند ده، موږ له ټولینزو، اقتصادي او سیاسي پرمختګ او لاسته راوړونو چې له ۲۰۰۱ز کال څخه ترلاسه شوي، ملاتړ کوو. دا لاسته راوړنې، په افغانستان کې ولسواکي او د ټولو افغانانو لپاره له هغې ډلې ښځو، ماشومانو او لږکیو لپاره د بشري حقونو ملاتړ او پراختیا په ځانګړې رانغاړي.»

پومپيو ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د بشرپاله مرستو لپاره ژمنه ده.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه