Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محب: اوربند افغانستان کې د تل پاتې سولې بهیر چټکوي

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب وايي چې اوربند افغانستان کې د تل پاتې سولې بهیر چټکوي او دغه هېواد کې تاوتریخوالی او ترهګر پلویان نلري.

ښاغلي محب نن وروسته له غرمې(چهارشنبې د مرغومې په ۲۵مه نېټه)  د "نوي ډيلي خبرو اترو۲۰۲۰" ناسته کې خبرو کې پر طالبانو تور لګولو چې د سولې بهیر کې  جدي نه دي او د سولې بهیر هم د دوی په لاس کې نه دی.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«تاوتریخوالی او ترهګري افغانستان کې پلویان نلري؛ خو سوله او هوساینه یې لري. اوربند د تل پاتې سولې بهیر چټکوي، ځکه د افغانستان خلک یې په جدي توګه غواړي او دا  امر به د افغانستان خلکو او دولت ته ثابت کړي چې زموږ دښمنان نه یوازې چې د سولې په تړاو جدي نه دي، بلکې دا موضوع د دوی په کنترول کې نه ده چې مسوولیت یې د راتلونکي یوې معاملې کې تامین کړي.»

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار همداراز خبرداری ورکړی چې د افغانستان حکومت له ترهګرۍ سره مبارزه کې هم جدي دی:«اجازه راکړئ یو څه روښانه کړم، په هماغه اندازه چې زموږ زړه د سولې لپاره لوی دی، د تاوتریخوالي پر وړاندې هم کلکه اراده لرو. د تاوتریخوالي او ترهګرۍ لپاره هېڅ بریالیتوب نشته. د افغانستان ملت په قاطعیت سره د هغې پر وړاندې دریږي.»

ښاغلي محب د خپلو خبرو په بله برخه کې افغانستان کې د سولې تامین لپاره د سیمې هېوادونو پر همکاریو ټینګار وکړ:«په دې سخته زمانه کې نړیوالې ټولنې، افغانستان د اقدام لپاره یو کمپیدا فرصت په لاس ورغلی. د سولې لپاره زموږ ملي هڅې د سیمې او نړۍ لپاره ګټورې دي. موږ د یوه دولت په توګه له ترهګرۍ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې یوو، زموږ بریالیتوب نړیوال خیر او فلاح رامنځته کوي. داد همکاریو د پیل ټکی دی او هم د یووالي لپاره ګډ بستر.»

 حمدالله محمد ټینګار وکړ چې افغان ځواکونو په تېرو څو میاشتو له ترهګرۍ په ځانګړې توګه له داعش سره د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنې درلودې:«د افغانستان خلک او دولت د سولې بهیر ته ننوتلو چمتو دي. خو که دوی له دې غوښتنې مخه واړوي، د افغانستان ملت ټول ځواک سره دې د مخامخ کېدو چمتووالی ولري.»

محب هند د افغانستان مهم همکار هېواد په توګه یاد کړ او د دغه هېواد مرستې یې د افغان پوځ او افغان محصلینو سره حیاتي وبللې.

د ملي امنیت سلاکار په دې ناسته کې همداراز د ایران او امریکا ترمنځ د ناندرو پر کموالي ټینګار وکړ:«د وروستیو اوونیو کې پېښې له نړیوالې ټولنې غواړي چې کړکېچ کموالي، د منازعې سوله ییز حل، ګاونډیتوب او دولتداري په رسمیت وپېژني او ورته ژمن ووسي. موږ کولی شو چې د اصولو د رعایت سره له اوسنیو بې نظمیو په پیاوړې توګه خلاص شو.»

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار همداراز خبرداری ورکړی چې د افغانستان حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم کلکه اراده لري

شریک یي کړئ