Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محب: طالبان د امارت ادعا لري او مخامخ خبرو ته چمتو نه دي

په داسې حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت، له دې مخکې اعلان وکړ چې ټاکل شوې تر راتلوونکو دوه اوونیو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي، خو اوس د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار وايي چې طالبان د مخامخ خبرو لپاره چمتو نه دي. 

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې نن (دوشنبې د زمري په ۷مه)بغلان ولایت ته په سفر کې وايي له طالبانو سره د خبرو لپاره به یو ټول منلی پلاوی جوړ شي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب څرګنده کړه:«د سولې بهیر ښايي خپلې ډېرې سختۍ ولري. یوه اوږده پروسه ده. موږ د دغه بهیر په لومړیو کې یوو. لکه‎څرنګه چې تاسې پوهېږئ، طالبان د دې چمتووالی نه‎لري چې له افغان دولت د افغانستان د خلکو له استازو سره مخامخ خبرې وکړي. لاهم د امارت ادعا لري، لاهم د دې ادعا لري چې له دولت سره مخامخ خبرې نه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له څو ورځو په کابل کې دی او د حکومت له مشرانو سره، د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل د څرنګوالي په اړه په خبرو بوخت دی.

خو هغه له دې وروسته ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ مخامخ خبرې به له هغې وروسته پیل شي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ یوه هوکړه رامنځته شي.

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې ټاکل شوې د افغانانو ترمنځ خبرې چې په هغه کې د حکومت استازي به هم ګډون ولري، تر راتلوونکو دوه اوونیو په ناروې کې جوړې شي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وايي چې د افغانستان د لاسته راوړنو خوندیتوب به د دغو خبرو اترو مهمه برخه وي.

هغه زیاته کړه:«هغه پلاوی چې د هغه د جوړېدو په حال کې یوو - د افغانستان له ټولې ټولنې څخه به جوړ وي هم دولت په هغه کې شامل دی او هم مدني ټولنه او موږ په پام کې لرو چې په دغه پلاوي کې له رسنیو هم شامل کړو؛ ځکه چې نوی افغانستان د ټولو طبقو استازيتوب کوي او باید ټولې طبقې په دغه پلاوي کې ځان وویني.»

له بلخوا د بغلان والي وايي طالبان خپلو لویو موخو ته چې د څو ولسوالیو سقوط او په پلخمرۍ ښار کې د ګواښونو زیاتوالی و نه دي رسیدلي خو تراوسه هم دا ګواښونه موجود دي.

بغلان د هېواد په شمال کې ناامنه ولایت بلل کېږي چې د دې ولایت اوسېدونکي تل حکومت، د امنیت په ټینګښت کې په ناغېړۍ تورنوي.

شریک یي کړئ