Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محمد عبدالله د ټاکنو کمېسیون د یوه کار کوونکي په ګواښلو تورن شوی

په یونما پورې منسوب لیک کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کمېشنر محمد عبدالله د دغه کمېسیون له یوه کار کوونکي سره په ناوړه، له تاوتریخوالي ډګ چلند او همدارنګه د هغه په ګواښلو تورن شوی دی.

یونما د عبدالله دا ګړنه د منلو وړ نه بولي او د انتخاباتو کمېسیون له رییسې غواړي څو ښاغلی عبدالله د دغې کړنې مسوول وګڼي.

دغه لیک چې، په ظاهره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته لیکل شوی، رسنیو ته راوتی دی.

د دغه لیک په یوه برخه کې راغلي دي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو په ناسته کې چې د نومبر پر پنځمه د یاد کمېسیون د کمېشنرانو، د یونما د تخینکي سلاکارانو، دوه نړۍوالو کمېشنرانو په شتون کې جوړه شوې وه، د یونما تخنیکي سلاکاران او دوه نړۍوال کمېشنران شاهدان دي چې، مولانا عبدالله د ډیټابیس مدیر بشیر علي پر مرګ وګواښه» 

خو بلخوا محمد عبدالله وايي چې کوم کس د ده په اړه یونما ته ناسم مالومات ورکړي دي، او دا تورونه به له قانوني لارو تعقیب کړي. 

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی محمد عبدالله زیاتوي:«په هغو چینلونو کې چې د خواله رسنیو له خوا په ډاګه شول، او وې ویل چې موږ په یونما کې یو چینل جوړ کړی، شبکه لرو، کار او فعالیت کوو، دا پښه د هغو کسانو تور دی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه کمېشنر یې پورې کوي، او زه د دې د تعقیب غوښتونکی یم. که چېرې دوی دا کار ونه کړي ښايي زه دا پېښه تعقیب کړم.»

په یاد لیک کې خبرداری ورکړ شوی چې، د قانون له مخې محمد عبدالله د دغه ډول خبرو چې لومړی ځل یې هم نه دی د ټاکنو کمېسیون له غړیتوبه هم لرې کېدای شي او یاد کمېسیون باید له هغه حساب وغواړي.

ښاغلی عبدالله وايي:«لومړی دی باید مالومات تحلیل او وڅېړي او وروسته باید ټولیز او په ډاګه کړي، د تېرو اوو میاشتو په لړ کې، د درغلیو، لاسوهنو او هغو پېښو په چارو کې چې ترسره شول د یو ان ډي پي چارواکو او سلاکارنو باید مداخله کړې وای هېڅ ونه کړل او چوپ تیا یې غوره کړه، او وې ویل چې تاسې خپلواک یاست.»

اخوا په ټاکنو یو شمېر څارونکي بنسټونه وايي چې په دې برخه کې د انتخاباتو کمېسیون باید تر ډېره مدیریت خپل کړي.

د فيفا بنسټ ویانده سمیرا رسا وايي:«په دې برخه کې باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید تر ډېره مدیریت خپل کړي، او له هغو پرېکړو مخنیوی وکړي چې تر ډېره سیاسي لورې ته بیول کېږي.»

اخوا یوناما دغه لیک نه ردوي او نه یې هم پخلی کوي.

شریک یي کړئ