Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مزارشریف کې د وسله والو غلاو د زیاتوالي په هکله اندېښنې

د مزارشریف ځینې اوسېدونکي په دغه ښار کې د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وژنې او وسله والو غلاو په اړه اندېښمن دي.

هغوی وايي چې د جنایي جرمونو لویه برخه د بې اسنادو موټرو او غیرقانوني وسلو په مټ ترسره کړي. دوی پر پولیسو نېوکه کوي چې په دغه ښار کې د بې اسنادو موټرو د ګرځېدو مخه نه نيسي.
 
یاسین چې په مزایر شریف ښار کې ټکسي چلوي وايي:«غله خلک په موټر کې سپروي او تومانچه پر سر اېږدي او وايي پیسې دې راکړه.»

د مزارشریف بل اوسېدونکی حیات الله وايي:«څوک زړه نه شي ښه کولای چې وخت ناوخته له کوره ووځي. ناامني زیاته شوې ده.»

د مزارشریف اوسېدونکي همدارنګه وايي چې په دغه ښار کې د تورو ښيښو لرونکو او بې اسنادو موټرو ګرځېد هم ډېر شوي دي.
 
د مزار شریف اوسېدونکي میرویس وویل:«یو کلي (بې اسنادو) موټر زښته زیات شوي او ترڅنګ یې د ټرافیکو پولیس یوازې هغه موټر په واټونو کې څاري چې د بلخ پلېټ ولري او د هغوی د اسنادو په اړه پوښتنه کوي خو د یو کلي موټر پوښتنه هېڅوک هم نه کوي.»

د بلخ پولیس وایي چې په وروستۍ یوې میاشت کې د قتل اته پېښې او د وسله والو غلاوو ۲۶ پېښې شوي دي. د دغو پېښو په تړاو ۳۰ تنه نیول شوي دي. د بلخ پولیس وایي چې د بې اسنادو موټرو د ګرځېدو؛ او پېر او پلور د مخنیوي بهیر به پېل شي.
 
د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر خان‌محمد مطمئن څرګندوي:«هغه ټکسي بې پلېته موټر چې په ښار کې وینو د پولیسو په واسطه به ودرول شي او تورې ښېښې لرونکي موتر به هم ودرول شي.»

د بلخ پولیس وایي چې په وروستۍ یوې میاشت کې د قتل اته پېښې او د وسله والو غلاوو ۲۶ پېښې شوي دي. د دغو پېښو په تړاو ۳۰ تنه نیول شوي دي.

شریک یي کړئ