Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسکو ته د طالب پلاوي سفر او د خبرو لپاره د چمتووالي اعلان

د روسیې «ټاس» خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د طالبانو یو پلاوی مسکو ته تللی دی.

دغه خبري اژانس، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین پر حواله ویلي چې دا پلاوی د جمعې په ورځ (د وږي په ۲۲مه) مسکو ته رسېدلی او د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي دي.

دا سفر یوازې څو ورځې وروسته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو له درېدو وروسته ترسره کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات باید له سره پیل شي.

د دغه وزارت ویاند ویلي چې طالبانو مسکو ته د خپل سفر کې ویلي چې چمتو دي له واشنګټن سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

تېره ورځ سهیل شاهین له الجزیزې شبکې سره په مرکه کې وویل سهیل شاهین چې د دونلډټرمپ لخوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د درولو اعلان د دې ډلې لپاره له تمې لیرې او د حیرانتیا وړ و.

ښاغلي شاهین تېره ورځ ټینګار کړوی و، چې طالبان چمتو دي له افغانانو سره خبرې وکړي.

ښاغلي شاهین زیاته کړه:«د افغانانو په اړه موږ چمتو یوو چې له هغوی سره خبرې وکړو، که له دوی سره اوربند وکړو نور به بریدونه نه کېږي، خو دا د افغانستان د مسلې بل اړخ دی، لومړی غواړو چې د افغانستان ښکېلاک (اشغال) پای ته ورسوو او وروسته د نوي اسلامي حکومت د جوړولو او په هېواد کې د اوربند په هکله خبرې وکړو.»

له دې مخکې طالبانو په ځلونو د خبرو لپاره د افغان حکومت غوښتنې رد کړې وې؛ خو اوس افغان حکومت وايي چې د خبرو د پیل لپاره د هغوی شرط اوربند دی. 

شریک یي کړئ