مسکو ته د پوځي روزنې لپاره د ۶۰ افغان سرتېرو د لېږد لپاره جوړو شویو مراسمو کې د روسیې سفیر له سولې خپل ملاتړ اعلانوي او وايي چې مسکو د افغانستان له دولته خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
دغه سرتېري به ۶کاله په روسیه کې زده کړې وکړي.
د روسیې سفیر هیله څرګندوي چې افغان سرتېري په مسکو کې پرمختللې پوځي روزنې ترلاسه او وکولی شي چې د سولې په ټینګښت کې خپل رول ولوبوي.
افغانستان کې د روسیې سفیر، الکساندر مانتیتسکي وايي:«هیله لرم چې وروسته له روزنې خپل هېواد ته راستانه شئ، هیله ده چې هغه وخت ستاسو هېواد کې سوله تامین شوې وي.»
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د پوځیانو په روزنه کې د مسکو ونډه اغېزمنه بولي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال، محمد هاشم اورتاق وايي:«له چمتووالي، مسلکي زده کړې، د ظرفیت ارتقاء او د پوره تجهیزاتو نشتوالي سره موږ نشو کولی چې خپل نیکي غوښتونکي موخې د اساسي قانون د تطبیق لپاره ترلاسه کړو.»
یو شمېر هغه سرتېري چې روسیې ته پوځي روزنې په موخه ځي، د هېواد اوسني حالت کې د سرتېرو پرمختللې روزنه جدي اړتیا بولي.
افغان سرتېری، محمد موسی څرګندوي:«کمه تجربه، کمې زده کړې زموږ د بدبختیو لامل کېږي.»
بل پولیس سرتېری، مجتبی زیاتوي:«موږ لا زیاتو مرستو ته اړتیا لرو، زموږ هېواد بد حالت کې دی، باید چې عالي کدرونه ولري.»
د روسیې سفارت د شمېرو له مخې اوس مهال کابو ۱۴۰ افغان سرتېرې په دغه هېواد کې پر پوځي زده کړې بوخت دي.