Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملابرادر: جګړه هغه مهال ختمېږي چې امریکا له افغانستانه ووځي

له امریکې سره د طالبانو مرکچي پلاوي مشر او د طالب ډلې له بنسټ اېښودونکو ملا عبدالغني برادر وايي چې جګړه به په افغانستان کې هغه مهال پای ته رسېږي چې امریکا له افغانستانه بهر شي.

ملا برادر له «فرونټ لاین» رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو افغانستان ته له راتګ سره ډېره تېروتنه کړې:«امریکا افغانستان ته له راتګ او د جګړې له پيل سره ستره تېروتنه وکړه. د دې لپاره چې د هغوی اصلي موخه یو کس و - اسامه بن لادین - و هغه اوس نشته. موږ اوس مکلف یوو چې د خپل هېواد دفاع د سر په بیه وکړو.»

د طالبانو دغه غړی، په امریکې تور پورې کوي چې افغانستان ته له خپل راتګ سره په دغه هېواد کې د بې ثباتۍ لامل شوې ده.

هغه زیاتوي:«دا امریکا وه چې د افغانستان خلکو ته یې کړاو راوړ... کېدای شول چې دا ټراژېدي نه وه رامنځته شوې او ډېر شمېر خلک به نه وژل کېدل.»

هغه د دې په ځواب کې چې که چېرې امریکا له افغانستانه ووځي، طالبان به وکړای شي چې نورې ستونزې حل کړي؛ ایا داعش ته به ماته ورکړای شي؟ او ایا له افغان حکومت سر به هوکړه وکړي؟ وویل:«که چېرې امریکا په افغانستان کې نه وي، په ډاډ سره به موږ په خبل منځ کې یوې هوکړې ته ورسېږو؛ ځکه چې هغوی (افغان حکومت) افغانان دي او موږ هم افغانان یوو.»

خو د ښځو په اړه د ملابرادر ځواب مبهم دی. هغه وايي چې ښځې کولای شي خپلو حقونو ته لاسرسۍ ولري؛ خو یوازې د هغه تفسیر پربنسټ چې دغه ډله یې د اسلام له شریعته کوي:«په دې اړه د طالبانو په نظر کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. موږ ټول هغه حقوق چې الله ج ښځو ته ورکړي، منو... د اسلامي قانون په رڼا کې؛ هغوی (ښځې) غواړي ژوند او کار وکړي، مطمیناً چې موږ اجازه ورکوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، چې امریکا او طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي یا هم د اوربند ټينګښت په اړه د سلامشورې په حال کې دي.

خو ارګ ټينګار کوي که چېرې طالبان اوربند ته غاړه کې نه ږدي، د سولې هڅې به بې پایلې وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه