Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملي امنیت د سویلي اسیا او لیري ختیځ لپاره د داعش ډلې مشر نیولی

ملي امنیت ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې افغان ځواکونو د ګډو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د سویلي اسیا او ختیځ لپاره د داعش ډلې مشر، ضیاء الحق چې په شیخ ابو عمر الخراساني مشهور وو، نیولی دی.

خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې دغو عملیاتو کې سویلي آسیا کې د داعش ډلې د عامه اړیکو مسوول، صهیب او د یادې ډلې د استخباراتو مسوول، ابو علي هم نیولي دي.

اعلامیه کې راغلي دي:«د افغانستان د اسلامي جمهوري د ملي امنیت ریاست د نړیوالو او سیمه کې د ترهګریزو ډلو د منځته وړلو تازه او جامع طرحې په ترڅ کې دا ځل د سولي اسیا او لیري ختیځ لپاره د داعش ترهګریزې ډلې مشر، ضیاالحق چې په شیخ ابوعمرالخراساني مشهور دی د پولیسو ځانګړې قطعې(۲۲۲) سره په ګډو عملیاتو کې نیولی دی.»

ملي  امنیت ریاست ویلي دي چې د داعش ډلې دا غړي یې په بند کې د یادې ډلې د نورو غړو د اعترافاتو پر بنسټ نیولي دي:«دغه عملیات د داعش ډلې د څلورو مهمو غړو د اعترافونو پر بنسټ چې اوس مهال په بند کې دي، او د امنیتي ځواکونو تخنیکي او استخباراتي ځواکونو شپو ورځو هڅو په پایله کې ترسره شوي دي.»

د ملي امنیت ځواکونو تېره میاشت د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر، اسلم فاروقي هم د افغانستان په د هغه له ۱۹ همکارانو سره نیولی وو.

ملي امنیت ریاست ویلي دي چې د داعش ډلې دا غړي یې په بند کې د یادې ډلې د نورو غړو د اعترافاتو پر بنسټ نیولي دي

شریک یي کړئ