Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملي امنیت د هند وچې لپاره د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو پخلی کوي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د هند وچې لپاره د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو پخلی کړی دی. 

دغه بنسټ په یوې خبرپاڼه کې چې نن «سې‎شنبې د تلې په ۱۶مه» رسنیو ته استولې ویلي، د هند په وچه کې د القاعدې شبکې مشر عاصم عمر چې پاکستانی وګړی دی، د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو په وړاندې امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د دغه بنسټ په وینا دغه عملیات دوه اوونۍ مخکې په موسی کلا کې ترسره شوي وو.

بلخوا په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني او د امریکا اتلانتیک شورا څېړونکی جاوید احمد په یوه لیکنه کې چې واشنګټن پوسټ خپره کړې، دا پاپېښه له القاعده ډلې سره د طالبانو نه شلېدونکو اړیکو بېلګه ګڼي. 

د دې لیکنې په یوې برخه کې راغلي:«هغه برید چې په هلمند کې د هند په وچه کې د القاعدې شبکې پر مسوول شوی، د هغو ژمنو په اړه چې طالبانو له امریکا سره د خبرو پرمهال له القاعدې ډلې سره د اړیکو د پرې کولو لپاره کړې وې، جدي پوښتنې راولاړوي.»

په ورته وخت کې، په هلمند کې ځايي چارواکي او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي هم وايي چې القاعده او طالبانو سره اړیکې لري.

د هلمند د والي ویاند عُمر ځواک وايي:«مالومات د دې څرګندويي کوي چې د موسی کلا ولسوالۍ په عملیات کې القاعده شبکې ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، دا په دې مانا ده چې هغوی له طالبانو سره تر ډېره کچه اړیکې لري.»

د ولسي جرګې غړی غلام ولي افغان وویل:«اوس چې کوم کس په هلمند کې د داعش ډلې مشري په غاړه لري او مخکې د طالبانو مشر ذاکر قیوم نومېږي، زموږ د مالوماتو پر بنسټ هغه د ملا دادالله له زوی سره چې ملایعقوب نومېږي، دغه دوه کسه په هلمند کې داعش ډلې مشري په غاړه لري.»

له بلخوا د اسیايي هېوادونو په چارو کې د کړکېچ د نړیوالې ډلې مسوول وايي له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو په هکله د دې ډلې ژمنې تایید ته اړتیا لري.

د کړکېچ په نړیواله ډله کې د آسیا د برخې مسوول لارل مېلر څرګنده کړه:«د سولې بهیر یو ټکی چې هیله من یم د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې اصلي موضوع هم وي دا دی چې طالبان باید د دغو اړیکو د پرې کولو ژمنه وکړي، دا داسې ژمنه ده چې عملي کېدل یې باید تایید شي.»

حسین حقاني او جاوید احمد لیکلي په اوسني وخت کې د القاعدې کابو ۳۰۰ غړي په یو ډول د طالبانو په لیکو کې شته چې په طالبانو کې یې پيژندل ګران کار دی.

په دغه لیکنه کې کونړ، هلمند، بدخشان، پکتیکا، زابل او کندهار هغه ولایتونه دي چې د القاعدې ډلې غړي په‎کې فعالیت لري.

په هلمند کې ځايي چارواکي او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي هم وايي چې القاعده او طالبانو سره اړیکې لري.

شریک یي کړئ