Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملي امنیت ځواکونو بدخشان کې د طالبانو سرې کرښې پنځه تنه غړي نیولي

د بدخشان ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې د پنځو غړو له نیول کېدو خبر ورکوي، چارواکي زیاتوي دغه طالب اورپکي د ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو په لړ کې فیض اباد ښار کې نیول شوي دي. 

د بدخشان د امنیه قومندان ویاند ثنا الله روحاني وايي نیول شوي کسان د طالبانو د سرې قطعې غړي دي چې په دغه ولایت کې یې فعالیت درلود.

ښاغلي روحاني په دې اړه زیاته کړه:«د ملي امنیت ریاست د هڅو په پایله کې، په فیض اباد ښار او همدارنګه کشم ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې کرښې پنځه تنه غړي چې غوښتل یې له ګنې ګوڼې ډکو سیمو کې خپل پروګرامونه پلي کړي چې له نېکه مرغه د ملي امنیت له خوا ونیول شول.» 

له بلخوا نیول شوي طالبان دا مني چې د بدخشان په مرکز او ولسوالیو کې په ترهګرو فعالیتونو بوخت وو.

نیول شوی کس عبدالقدوس  په دې اړه وویل:«موږ دوکه شوي یوو، زه اشپز یم زه له دغو کسانو سره وم دوی راغلل او ما ته یې دا کچوړه را په سر کړه.»

بل نیول شوی کس محمد افضل هم څرګندوي:«پنجشېر ته تلم،اوس له خدای او اسلامي دولت څخه غواړم چې زه یوه مور او یو پلار لرم، له خپل کاره پښېمانه یم. زه یې په زور بیولی وم، دا چې طالبانو په زور بیولی وم بیا هم پښېمانه وم.»

قاري انعام الدین  هم د ملي امنیت له خوا نیول شوی کس دی هغه زیاتوي:«طالبانو په زور بوتلم، ما ته یې وویل چې ورور دې وژل شوی، راشه د خپل ورور غچ دې واخله، زه یې په زور بوتلم هلته یې پر ما چاڼې وړلې خو زه راوتښتېدم او بدخشان کې د ملي امنیت ځواکونو ونیولم.»

د بدخشان د ملي امنیت ریاست وايي د دغه ریاست ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې څو تنه طالبان چې یو میل دهشکه هم ورسره وه او غوښتل یې له فیض اباد څخه کشم ولسوالۍ ته ولاړ شي نیولي دي.

د طالبانو د سرې قطعې دغه غړي پنځه تنه غړي په دې وروستیو کې د ملي امنیت ځواکونو په دریو بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي.

شریک یي کړئ