Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملي بودیجه کې د هېواد مرکزي سیمو ته د بې پامی په غبرګون کې لاریون

کابل کې د مدني ټولنو ځینو فعالانو نن جمعه (د سلواغې په ۱۸مه)د ملي بودیجې د وېش په غبرګون لاریون کړی او وايي، حکومت په سږنۍ مالي بودیجه کې له مرکزي سیمو سره تبعیض نه کار اخیستی او کمه ونډه یې ورکړې ده.

دغه مدني فعالان وايي چې د هېواد مرکزي ولایتونه د پراختیا له ټولو برخو په ځانګړې توګه د واټ جوړولو په برخه کې بې برخې کړل شوي دي.

مدني فعال محمد خان انديشمند په دې اړه وايي:«تاسې د ولسمشر او هغه کس په توګه چې د حکومت په مشرۍ کې یاستئ، تاسو ته د ننګ داغ او د شرم وړ ده.»

د کابل اوسېدونکی محمد صادق هم وویل:«له مرکزي برخو سره توپيري چلند شوی. ټول هغه څيزونه چې په نورو ولایتونو کې کېږي په مرکزي سیمو کې نه کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د غور ولایت اوسېدونکو هم  چې یو مرکزي ولایت دی، د څه باندې لسو ورځو لپاره یې په اعتراض لاس پورې کړ او د دولتي ادارو دروازې یې وتړلې.

د غور اوسېدونکو هم د ملي بودیجې د وېش پر څرنګوالي او دغه ولایت ته د حکومت په نه پاملرنې، اعتراض درلود.

دغه لاریونه، بالاخره غور ته د یوه دولتي پلاوي له سفر او له معترضانو سره د ولسمشر له خبرو وروسته، پای ته ورسېد. ولسمشر غني د غور لاریونوالو ته ژمنه وکړه چې ۴۰ کیلومټره سړک به ورته کرېړ شي او همدارنګه د هغوی برېښنا به تامین شي.

خو په کابل کې د مدني ټولنې فعالان وايي چې د هېواد نور مرکزي ولایتونه هم بې برخې دي د هغوی لپاره هم باید سړکونه او برېښنا په پام کې ونیول شي.

د مدني ټولنې دغه غړي ولسمشر او د مالیې سرپرست وزیر ته خجالت لیک ورکوي.

مدني فعال شریف وطندوست په دې اړه څرګندوي:«نن د مرکزي سیمو خلک دغه خجالت نامه په پاک زړه ولسمشر او د مالیې وزارت ته ډالۍ کوي څو د حکومت لپاره د عبرت درس وي.»

د مالیې وزارت وايي چې، ولسمشرۍ ماڼۍ او دغه بنسټ په دې اړه له هېڅ ډول تبعیضه کار نه دی اخیستی؛ ځکه ملي بودیجه د اړتیاو پر بنسټ وېشل کېږي او پارلمان هم دغه بودیجه تصویب کړې ده.

دایکندي او غور د افغانستان مرکزي ولایتونه دي چې تراوسه هم له یوه ولایت سره په کریړ سړک سره نه دي تړل شوي.

دغو معترضو فعالانو په نمایشي ډول ولسمشر او د مالیې وزارت ته خجالت نامه هم ورکړې ده.

شریک یي کړئ