Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګروملتونو کې د افغان ښځو له حقونو د ملاتړ ډلې رامنځته کېدل

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د افغانو ښځو د ملګرو ډله رامنځته کړې ده چې مشري یې د بریټانیا دایمي استازې کوي او په ملګرو ملتونو کې د نورو هېوادونو ښځینه غړې هم په دې ډله کې شاملې دي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه ډله به د افغانو ښځو د حقونو پراختیا، د ښځو د لاسته راوړنو او همداراز په حکومت او د سولې بهیر په برخه کې هڅې وکړي.

خبرپاڼې همداراز ویلي:«سره له دې چې د طالبانو پرمهال ښځې وځپل شوې او ګوښه شوې، خو اوس په یوه امن هېواد د افغانستان بدلولو په برخه کې د یوه محرک او پیاوړي عامل په توګه ظهور کړی.»

د خبرپاڼې له مخې د افغانستان د ښځو لاسته راوړنې او پیاوړې کېدل د افغانستان د خلکو، حکومت، نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د پام وړ دي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي وايي چې موخه یې په ټولو برخو کې د افغان مېرمنو ملاتړ دی

شریک یي کړئ