Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري ملتونه د ټاکنو په پایله کې روڼتیا اړینه بولي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما ټاکنيز بنسټونه هڅوي، څو د ولسې جرګې د ټاکنو په پایلو کې د روڼتیا ډاډ ورکړي.

یوناما رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي دي د رایو په شمېرنه او د ټاکنو د پایلو په اعلان کې روڼتیا ډېره مهمه ده او ټینګار کوي چې ترڅنګ یې باید ټاکنيز شکایتونه هم وڅېړل شي.

خبرپاڼه کې راغلي دي:« په کندهار کې د پرون ورځي د ټاکنو ترسره کېدو سره پارلماني ټاکنې تر ډیره بریده بشپړې شوې. افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) له ټاکنیزو ادارو څخه غوښتنه کوي چې د هېواد د ټاکنیزې پروسې روڼتیا په ځانګړی توګه د رایو شمیرل او همدارنګه د رایو را غونډول او د پایلو اعلان خوندي وساتي.»

دې بنسټ له ټاکنیزو بنسټونو غوښتي څو په راتلونکي کال کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د مهال وېش پر اساس عمل وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي دي:« د ملګرو ملتونو ماموریت ټاکنیزې ادارې هڅوي چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ټاکنیز مهالویش اعلانولو کې چې په پام کې ده  د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د اپرېل په ۲۰مه نیټه ترسره شي، په چټکه توګه عمل وکړي.»

ملګري ملتونو د ولسې جرګې په ټاکنو کې د افغانانو د ګډون ستاینه کړې ده.

یوناما په خبرپاڼه کې همداراز ویلي دي:« ننګونکي امنیتي چاپیریال کې تر سره شوو ټاکنو ته په پام، ملګري ملتونه په ټاکنو کې د زیات شمېر افغانانو ګډون ستایي او د هغوی په هغه هیله چې ټاکنیزې ادارې به د دوی رایی شمېري او جعلي رایی به باطلوي، ټینګار کوي.‎»

ملګرو ملتونو د ټاکنو په بهیر کې د امنیت تامین له کبله افغان امنیتي ځواکونو مننه کړې ده.

ملګري ملتونو د ټاکنو په بهیر کې د خلکو پراخ ګډون ستایلی او همداراز یې د ټاکنو پرمهال د امنیت تامین له کبله افغان ځواکونه ستایلي دي

شریک یي کړئ