Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

م.م: افغانستان کې د پنځو ماشومانو له ډلې دوه له زده‎کړو محروم دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د ماشوم نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوي راپور کې راغلي چې افغانستان کې له پنځو ماشومانو له ډلې دوه یې له زده‎کړو بې برخې دي.

دغه راپور چې  چهارشنبې(د غبرګولي په ۸مه نېټه) خپور شوی، په کې روغتیايي خدمتونو ته د ماشومانو لاسرسی، روزنه، تغذیه او خوندیتوب ارزول شوی چې افغانستان د نړۍ په کچه په دې راپور کې ۱۷۶ځای خپل کړی دی. همداراز راپور کې د کارکونکو د ماشومانو د ژوند حالت او په کم عمر کې واده کولو ته د ماشومانو اړ کول هم ارزول شوي دي.

په راپور کې همداراز راغلي دي:«سره له دې چې افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې پرمختګ شوی او کم عمر کې ودونه ۴۴ سلنه راټیټ شوي دي، خو لاهم میلیونونه ماشومان له خدمتونو محروم دي.»

د ملګرو ملتونو راپور هېواد کې د پنځو کلونو په کم عمر کې د ماشومانو د مړه کېدو شمېر۶،۷۹سلنه، هغه ماشومان چې په وده یې نه ده کړې۴۰،۹ سلنه، له زده کړو محروم ماشومان۴۱،۹ او د کارګرو ماشومانو ۲۹،۴ سلنه ښودلی دی.

د یونیسف د راپور له مخې افغانستان کې هره ورځ ۸۸سلنه ماشومان چې عمرونه یې له ۶ تر ۲۴میاشتو دي، سم نه تغذیه کیږي.

 راپور هېواد کې روان کړکیچ امکاناتو ته د ماشومانو د نه لاسرسي لامل بولي او زیاتوي چې ۱۵ سلنه ماشوم اړ شوي چې خپل کورونه د منازعاتو له کپله پرېږدې او له خپلو کورنیو سره بې ځایه شي.

د ماشومانو نړیوال صندوق دې راپور کې همداراز ویل شوي دي:«ښوونه او روزنه د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي مسله ده، که څه هم افغان ماشومانو له ۲۰۰۱ زیږدیز کال راهیسې زده کړو ته د لید وړ لاسرسی موندلی په ځانګړې توګه نجونو، خو بیا هم تل پر ښوونځیو، ښوونجو او زده کوونکو بریدونه شوي دي.»

ملګرو ملتونو په هېواد کې پر ښوونځیو د ترهګریزو بریدونو د درې برابره زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یونسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق په ۲۰۱۸ زیږدیز کال په لومړیو ۵ میاشتو کې کې پر ښوونځیو ۸۷۰ بریدونه، د ښوونجو او زدخ کوونکو ویرونه شوې ده.

د ماشوم نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي دی چې اسانتیاو ته د ماشومانو د لارسي له مخکې افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې ۱۵۷ځای لري

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه