Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م: ملکي مرګ ژوبلې ته نه پام بګنوونکی دی

د یوناما لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن(پنج شنبې د تلې په څلورمه نېټه) خپره شوې په کې د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې په شخړو کې د ملکیانو خوندیتوب ته کلک پام وکړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) په افغانستان کې د لوړ شمیر ملکي تلفاتو د دوام په اړه اندیښنه ښیي او وايي د طالبانو او دولتي ځواکونو په بریدونو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله د توجیې وړ نه ده.

خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي دي:« د جګړې د ښکیلو ډلو لخوا په وروستیو ورځو کې د ملکي وګړو ژوند ته د پام کمیدل، په ځانګړي ډول له توپیر پرته بریدونه زړه بوږنوونکې دي.“ هغه وویل:” په افغانستان کې د ملکي وګړو ژوند باید خوندي شي.»

د یوناما د شمېرو له مخې د سپټمر په اوولسمه پروان او په نولسمه یې زابل کې د طالبانو په ځانمرګي بریدونو کې ۵۵ ملکي کسان وژل شوي او ۱۴۴ نور ټپیان شوي دي.

یوناما زیاته کړې چې د افغان او امریکايي ځواکونو لخوا په بریدونو کې د سپټمبر په نولسمه ننګرهار او په ۲۲ یې هلمند کې ترسره شول د کابو ۴۸ ملکي کسانو د مرګ ژوبل لامل شول.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د بریدونو مسوولینو ته باید سزا ورکړل شي.

د یوناما د شمېرو له مخې د سپټمر په اوولسمه پروان او په نولسمه یې زابل کې د طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې ۵۵ ملکي کسان وژل شوي او ۱۴۴ نور ټپیان شوي دي

شریک یي کړئ