Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ونیول شو

پاکستان کې د پښتون ژغورنې خوځښت مشر،  منظور پښتون تېره شپه(یک شنبې د سلواغې په ۶مه نېټه) پېښور کې ونیول شو.

پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، منظور پښتون د پاکستاني ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

د یاد خوځښت بل مشر، محسن داوړ په خپله ټویټر پاڼه کې د منظور پښتون نیول کېدل غندلي او ویلي یې دي چې پاکستاني پوځ، نوموړی د پښتون د حقونو غوښتلو، د سوله ییز اعتراض له کبله نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد خوځښت غړې، سنا اعجاز (د مرغومې په ۲۴مه نېټه) له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي وو چې هوډ لري، خپل اعتراضونه پراخ او خپل غږ نړیوالو ته ورسوي.

نوموړي ویلي وو سره له دې چې ډېر مهال د پاکستان د پوځ لخوا یې د غږ بندلو هڅې شوې دي او ورته خنډونه رامنځته شوي، خو بیا هم توانیدلي چې ان د ټولنیزو رسنیو له لارې خلکو ته خپل پیغام ورسوي.

دوې اوونۍ  مخکې دپښتون ژغورنې خوځښت مشر، منظور پښتون بڼو کې لویې غونډې پرمهال وویل چې د پاکستان حکومت په پښتون مېشتو سیمو کې له وسله والو ملاتړ کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې په خیبرپښتونخوا کې رامنځته شو او موخه یې د پښتون د حقونو ترلاسه کول، په سیمو کې یې امنیت، د ورکو شویو کسانو موندل او همداراز په پښتون مېشتو سیمو کې د ماینونو ټولول بولي.

پاکستان کې د پښتون ژغورنې خوځښت بل مشر، محسن داوړ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې منظور پښتون تېره شپه د پاکستان پوځ لخوا نیول شوی

شریک یي کړئ