Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مټیس:له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره طرحه سمه نه ده

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس ویلي چې دمګړۍ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره طرحه سمه نه ده.

ښاغلی مټیس وايي چې که‎څه هم د هڅو تمرکز یې په افغانستان کې د جګړې د ختم لپاره دی؛ خو اوس‎مهال له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو طرحه سمه نه ده.

د ښاغلي مټيس په وینا، واشنګټن د یوڅلوېښت هېوادونو د یوه ستر ایتلاف غړي په توګه چې یو ستر تاریخي ایتلاف یې جوړ کړی او په افغانستان کې خدمت کوي، خپلو ژمنو ته به ژمن وي.

د امریکا د دفاع وزیر همدارنګه وايي چې طالبان د خلکو ژوند ته ارزشت نه ورکوي، خو پوهېږي چې د ټاکنو له لارې بریالي کېدای نه شي، نو له همدې امله په ترهګرۍ لاس پورې کوي.

دم‎ګړۍ په افغانستان کې ۱۶ زره امریکايي ځواکونه، په روزنې، مرستې او مشورې ورکونې په برخه کې حضور لري.

رپوټه رسوي چې افغانستان کې تېره اوونۍ څلور سر تېري وژل شوي او د کال له پیله تراوسه بیا ۱۳ سرتېري وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې پر افغانستان د امریکې له بریده تراوسه په دغه هېواد کې ۲۴۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

شریک یي کړئ