Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مک‎ماسټر: طالبان او حقاني ډله پاکستان کې امن پټن‎ځایونه لري

د امریکا متحده ایالاتونو د ملي امنیت سلاکار، جنرال مک‎ماسټر د شنبې پر ورځ له امريکايي "ام اس ان بي سي" رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي چې طالبان او د حقاني ډله پاکستان کې امن پټن‎ځایونه لري او موږ د دې حالت د بدلون غوښتونکي یوو.

مک‎ماسټر ویلي دي:«له افغان ځواکونو سره یوه بریالۍ مبارزه روانه ده. دا په ننګرهار ولایت کې یو نه ترسره شوی کمپیان دی. ولسمشر(ټرمپ) ویلي دي چې نغواړي د پوځي واکونه کم کړي ترڅو د جګړې بریا وړاتیا کمه کړي.»

ده وړاندې ویلي دي:«هغه (ټرمپ) دا محدویتونه کم کړي دي او تاسو به یې وګورئ.»

ده همداراز ویلي دي:«ولسمشر روښانه کړې ده چې موږ باید د سیمې هېوادونو په چلند کې بدلون ووینو هغو هېوادونو په ګډون چې د طالبانو او حقاني ډلې ملاتړ کوي. په ځانګړې توګه پاکستان دی او موږ غواړو دا بهیر بدل شي.»

ده زیاته کړې ده:«زما مقصد دا دی چې تاسو پوهېږئ، یو پارادوکسي موقعیت دی، پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزه کې تلفات ورکړي دي، خو د دوی چلند سلیقوي(پرتلیز وه.»

ښاغلی مسټر زیاتوي ،ډونالډ ټرمپ افغانستان کې د امریکا پوځې تګلارې په اړه پریکړه کړې او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له قوماندان جنرال جان نیکلسن نه هم ملاتړ کوي.
جنرال ماسټر د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان سخت ګوزارونه لیدلي، آیا تاسو افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان، جنرال نیکلسون پر کار باور لرئ، وايي:«البته، زه هغه له ډېرو کلونو پېژنم. زه بل له هغه پیاوړی قومندان نه پېژنم.»

دا پوښتنه وروسته له هغې کېږي چې د امریکا متحده یالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ شکونه د افغانستان جګړې په اړه دې هېواد او آسیا سویل په اړه د ا مریکا د جګړییزې کړنلارې د اعلان ځنډ لامل شو.

همداراز مک ماسټر امریکا جګړه‎ییزې کړنلارې په اړه وویل:«که څه هم چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه د واشنګټن کړنلاره نه ده اعلان کړې، خو د پوځي چلند په اړه یې پرېکړې کړې دي.»

ده همداراز د ۲۰۰۱ زیږدیز کال سپټامبر ۱۱نیټې پېښې ته په اشارې وویل:«د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپټمبر۱۱مه بریدونو کې زموږ ملت عام وژنه وه چې په مستقیم ډول له افغانستان څخه پیل شول، د طالبانو له رژیم څخه چې د القاعدې ډلې مهم ملاتړی وه.»

دی وايي:«د افغان ځواکونو پیاوړتیا په موخه هځې روان دی. دا چې امریکا پر دې نه پوهېږي چې د افغانستان پوځ تېر کال ۶۷۰۰ سرتېرو مرګ ژوبله درلوده. نو دا کار څوک کوي، او څوک دا جګړه مخې ته بیایي، افغانان دي. ولسمشر له موږ څخه غوښتنه کړې ده چې څه کار باید وکړ چې دوی فعاله شي؟ ولسمشر نور جګړه نه غواړي.»

هغه وویل: افغانان د خپل هېواد لپاره د جګړې په حال کې دي. او په دې ترتیب، مونږ څه کولی شو او نور څه کار وکړي، امریکا او شریکان تر کومې کچې دندې، مسوولیتونه اخیستی شي او پوښتنه یې وکړه، چې ایا امنیتي ځواکونه یې کولی شي د تمدن ټولو دښمنانو په وړاندې بریالي شي.»

ترمپ شاوخوا دوه میاشتې مخکې په افغانستان کې د لازمو پوځیانو د شمېر په اړه پرېکړه خپل د دفاع وزیر ته وسپاره. دغه وزارت تراوسه د نویو پوځیانو شمېر په اړه څه نه دی ویلی.
 
د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر، جمیز مټیس ویل وو چې د هېواد پوځي کړنلاره به یې سیمه‎ييزه بڼه ولري

شریک یي کړئ