Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مک ماسټر: د امریکا له وتلو سره به افغان حکومت نسکور شي

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار اېچ ار مک ماسټر له افغانستانه د امریکا د وتلو له ناوړو پایلو خبر ورکوي.

مک ماسټر وايي که‎چېرې واشنګټن له افغانستانه ووځي، افغان حکومت به نسکور شي او دا کار به د ترهګرو ډلو د خلافت لپاره زمینه برابره کړي.

د هغه په وینا، په داسې وضیعت کې ترهګرې ډلې افغان وګړي اړ باسي چې د هغوی د وحشیانه نظام لاندې ژوند وکړي او همدارنګه د امریکا پر لیرې او نږدې متحدو هېوادونو او حتا اروپا او امریکا برید وکړي.
مک مسټر په امریکایانو کې د افغانستان له جګړې د ستومانونکو کیسو د پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

د افغانستان د جګړې دغه پخوانی جنرال وايي په افغانستان کې جګړه د زغم وړ ده خو د هغه په وینا د امریکايي ټولنې د جګړې د ستومانۍ کیسې دغو هڅو ته زیان رسوي.

د ډانلډټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار اېچ آر مک ماسټر په دې اړه وویل:«هغه څه چې واقعا یې ترهګرې ډلې کوي، دا دي چې غواړي زموږ د تمدنونو په وړاندې ډله‎يیزه وژنه ترسره کړي، دا زموږ په وړاندې د دوی د جګړې اصلي طریقه ده، نو آیا په افغانستان کې د جګړې لګښت او خطر د هغې د دوام ارزښت لري؟ که وکړای شو دا د امریکا خلکو ته روښانه کړو دوی به ووايي چې هو.»

هغه د دغو ډلو د فعالیت پراختیا آن په عربي هېوادونو او اسراییلو کې خطرناک بولي.

هغه زیاتوي:«دوی یعنې دا ډلې هڅه کوي چې دا امارتونه رامنځته کړي، او وروسته دا امارتونه په یوه خلافت کې سره یو ځای کړي او دوی خلک د خپل وحشیانه رژيم تر واکمنۍ لاندې ژوند کولو ته اړ کړي او وروسته خپلو نږدې دښمنانو، عربي هېوادونو، اسراییلو او لیرې دښمنانو اروپا امریکا ته ویره خپره کړي.»

که څه هم په افغانستان کې د افغانستان جګړه تراوسه هم ۴۵ مېلیارد ډالر لګښت لري خو مک ماسټر وړاندیز کوي چې واشنګټن پر خپلو متحدینو تکیه وکړي او له هغوی وغواړي د لازیاتو پيسو او پوځیانو مرسته وکړي نه دا چې په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي.

ماسټر زیاته کړه:«که تاسو په افغانستان کې د ماموریت د ارزښت په اړه فکر کوئ څو د طالب او د القاعدې د متحدینو په وړاندې یوه بدله او خوندي ټولنه رامنځته شي، په دې هېواد کې د جګړې لګښت د زغم وړ دی.»

د مک ماسټر په وینا افغانستان به په سویس بدل نه شي خو د اویایمې لسیزې په شان افغانستان کېدای شي نه داسې افغانستان چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال و. 

دا څرګندونې په داسې حل کې مطرحه کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له پیل وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې امریکا به له افغانستانه کابو اوه زره سرتېري بهر کړي.

له طالبانو سره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د خبرو اترو په لړ د بهرنیو ځواکونو په ځانګړې توګه د امریکايي ځواکونو د وتلو بحث، د دغې ډلې یو وار له مخې شرط وو.

شریک یي کړئ