Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مک کینزي: له افغانستانه د ځواکونو وتو لپاره پلان نه دی جوړ شوی

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي له افغانستان څخه د ۸۶۰۰ امریکا عسکرو لپاره د اېستلو لپاره هېڅ ډول پروګرام نه لري.

 د امریکا د مرکزي قوماندانۍ چارواکو ویلي په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر کمول به د وسله‌والو طالبانو له لوري د ژمنو په عملي کولو او د افغانستان په امنیتي وضیعت پوري اړه ولري.

د کنیټ مک کینزي په وینا يي چې له افغان حکومت سره د سولې پروسې ته د دوام ورکولو په اړه د طالبانو غوښتنو باندې ډاډ نه لري.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون به تر راتلونکي اوړي پورې د خپلو ۱۳ زره جنګي سرتېرو یو درېیمه برخه له افغانستانه وباسي؛ خو د ۸ زره او ۶۰۰ نورو سرتیرو د وېستنې بهیر یې له شکونو سره مخ شوی دی.

د امریکايي ځواکونو عمومي قومندانۍ قومندان چې د دغه هېواد د ولسي جرګې د وسله والو خدمتونو په کمېټې کې خبرې کولې وویل، هغه له افغان حکومت سره د سولې بهیر د دوام لپاره د طالبانو پر هوډ هېڅ ډاډه نه دی.

د امریکا د پوځ عمومي قومندان، کنیټ مک کینزي وايي:« موږ تر اوسه د ۸ زره او ۶۰۰ سرتیرو د کمولو لپاره کوم پروګرام نلرو. د افغانستان وضعیت به دا روښانه کړي چې، له دغې کچې ښکته راشو او کنه؟ که چېرې په افغانستان کې شرایط همداسې وي؛ زما توصیه دا ده چې، د سرتیرو د کموونې بهیر ته باید ادامه ورنکړ شي.»

دغه امریکایی جنرال د خپلو خبرو په یوې برخه کې د افغانستان په ختیځ کې د داعش د لمنځه وړلو په برخه کې له طالبانو سره د امریکايي ځواکونو له لږو مرستو خبر ورکړی؛ خو د دغې همکارۍ د څرنګوالي په اړه یې نور جزییات ورنکړل.

کنیټ مک کینزي زیاتوي:«‎په څو تیرو میاشتو کې د افغانستان په ختیځ کې موږ د طالبانو له لوري پر داعش ډلې د وسله والو فشارونو او په ننګرهار کې د داعش ډلې د شتون د ګډوډېدو شاهدان و. طالبان د دغه کار په ترسره کولو کې ډېر اغېزمن و او هغوی په دې کار کې زموږ ډېر کم ملاتړ له ځانه سره درلود.»

بل خوا د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو په کمېټې کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازولۍ  پخوانۍ سرپرستې لورل مېلر او په ناټو کې د امریکا پخواني استازي داګلاس لوټ د افغانستان د سولې په اړه خپل لید لوري وړاندې کړل.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازولۍ پخوانۍ سرپرسته، لورل مېلر په دې اړه وايي:« که چېرې امریکا د افغانانو تر منځ له یوې هوکړې پرته په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي؛ نو په دغه هېواد کې به جګړه لاپسې زور واخلي او پر کورنۍ جګړې به واوړي. ښايي د امریکا سفارت تخلیه شي او له افغانستان سره مرستې هم ډېرې کمې شي.»

په ناټو کې د امریکا پخوانی استازی، داگلاس لوټ په دې اړه وايي:«‎له طالبانو سره د سولې هوکړه به د سولې لامل نشي؛ خو په یوې سمه لاره کې یو ګام دی. دغه لاره به ډېره اوږده او ستونزمنه وي؛ خو موږ د طالبانو په ګډون د افغانانو ترمنځ د سولې له یوې هوکړې کلونه لرې یو.»

لورل مېلر په دې باور ده چې، طالبان باید دا ومني چې، ښايي امریکا تر هغې چې یاده ډله د جګړې له افغاني ښکېلو ډلو سره یوې هوکړې ته ونه رسیږي؛ نو له دغه هېواده به بهر نشي.

امریکايي چارواکو اوس اوس له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وېستنې د پیلېدو خبر ورکړی او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې پربنسټ د امریکا او ناټو ټول ځواکونه به تر ۱۴ میاشتو پورې له افغانستانه ووځي.
 
شریک یي کړئ