Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جنرال مېلر هېواد کې د تاوتریخوالي کمښت ته خوشبینه دی

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان، جنرال سکاټ مېلر افغانستان کې د تاوتریخوالیو کمښت ته خوشبینه دی او زیاتوي چې خلکو له دې بهیره هرکلی کړی دی.

هغه زیاتوي:«موږ هڅه کوو چې تاوتریخوالی کم کړو. هغه څه چې د تاوتریخوالیو نزولي بهیر ورته ووایوو، ګورو یې، هغه څه چې د افغانستان خلکو ته خوندور دي. لا هم ځینې پېښې کېږي او موږ له دغو پېښو د تېرېدو په حال کې یوو.»

میلیر د افغان ځواکونو د ملاتړ خبره کوي:«موږ لا هم د افغان ځواکونو ملاتړ کې ژمن یوو.»

هغه همداراز هیله څرګندوي چې افغان ځواکونو لا هم پیاوړي شي او وکولی شي چې د هېواد ځانګړوځواکونو په څېر ووسي.

دغه امریکايي جنرال زیاتوي:«د افغانستان خلک باید پر افغان ځواکونو ډېر ویاړ وکړي. دا د دوی لاسته راوړنې دي چې موږ یې د نن ورځې پړاو ته ورسولو. او دا د ترهګرۍ ضد بنسټ دی چې تل پر چمتووالي تمرکز لري، دا هغه څه دي چې وړتیا یې د هېواد ټول پوځ کې وګورو.»

په همدې حال کې د ملي دفاع سرپرست وزیر، اسدالله خالد هم د تاوتریخوالیو کمښت سره هېواد کې اوربند او سولې ته هیله څرګندوي.

اسدالله خالد وايي:«دا زموږ لپارهه یوه بریا ده. زموږ د زیارکښو ځواکونو قربانیو او زموږ لوی ملت صبر لامل شو چې دا تاوتریخوالی کم شي. هیله لرو انشاءالله دا په اوږدمهاله اوربند او سولې بدل شي. څو ځایونو کې خلکو کې د تاوتریخوالیو کمښت جشن ولمانځه. ځینو ولایتونو کې د طالبانو غړي ښارونو ته راغلل او زموږ له سرتېرو سره یې عکسونه واخیستل. دا زموږ لپاره لویه بریا ده.»

په داسې حال کې چې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو او امریکايي ځواکونو پوځي عملیات د طالبانو پر وړاندې درېدلي دي، خو افغان ځواکونو د نورو ډلو پر وړاندې خپل عملیات کوي او همداراز د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې برید کې په کنړ ولایت کې د داعش ډلې څلور غړي سې شنبې ووژل شول.

شریک یي کړئ