Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مېلر: موږ په افغانستان کې د سولې ملاتړ ته ژمن یوو

په افغانستان کې د امریکايي او ټانو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلرنن سې‎شنبې (د وږي په ۱۹مه) کندهار ولایت ته په سفر کې د افغانستان د خلکو د خوندیتوب لپاره د خپلو عملیاتو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.

دغه امریکایی جنرال وايي چې امریکا او ناټو د سولې ټینګښت لپاره هڅې کوي، خو له هغه سره هم‎مهاله د پوځي عملیاتو ترسره کول اړین ګڼي.
پر طالبانو د امریکا د پوځي فشارونو د زیاتوالي له ګواښ وروسته، جنرال سکاټ مېلر د ناټو مُلکي استازي نېکولاس کي سره نن کندهار ته ولاړل.

هغوی د کندهار له ځايي چارواکو سره تر لیدو وروسته له امنیتي ځواکونو څخه د خپل ملاتړ په اړه ډاډ ورکړ. 

جنرال سکاټ مېلر په دې اړه وویل:«موږ ټول سولې ته ژمن یوو. ځکه چې دا د افغانستان د خلکو اراده ده. لکه څرنګه چې موږ د یوه سوله‎ییز افغانستان لپاره کار کوو، له هغه سره هم‎مهاله پوهېږو چې اړتیا ده چې د افغانستان د خلکو د خوندیتوب لپاره عملیات ترسره شي او موږ دغو عملیاتو ته دوام ورکوو.»

ورته مهال، په افغانستان کې د ناټو مُلکي استازی نېکولاس کي وايي چې په افغانستان کې د دغه تړون(ناټو) موخه په نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو مخنیوی دی.

ښاغلي کي څرګنده کړه:«ناټو په افغانستان کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دفاع لپاره د خپل ماموریت دوام ته په بشپړه توګه ژمن دی. موږ د سولې د شرایطو د رامنځته کولو لپاره ژمن پاتېږو. موږ باور لرو چې په پای کې د دغې جګړې د پای لپاره سیاسي خبرو اترو ته اړتیا پیدا کېږي. له هغې سره هم‎مهاله په افغانستان کې له افغان امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه خپل کار ته دوام ورکوو څو د افغانستان واکمني د نړیوالې ترهګرۍ لپاره استفاده نه‎شي.»

د دې سربېره چې شمالي او شمال ختیځ ولایتونو په دې ورځو کې د جګړې شاهدې دې، خو له کندهار او د سوېلي حوزې ولایتونو څخه د جګړې کم خبرونه اورېدل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه