Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مېلر: که طالبان د سولې له هوکړې سرغړونه وکړي دا هوکړه به ماته شي

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر ګواښ کوي که چېرې طالبان له امریکې سره د سولې له هوکړې سرغړونه وکړي دا هوکړه به له منځه ولاړه شي. 

ښاغلي مېلر د ځانګړو عملیاتو له قول اردو څخه د لیدنې پرمهال وویل که چېرې طالبان له امريکا سره د سولې له هوکړې سرغړونه وکړي دا هوکړه به ماته شي.

که څه هم له امریکا سره د طالبانو د هوکړې له مخې د دغه هېواد ځواکونه باید له افغانستانه د وتلو بهیر پیل کړي، د دغو ځواکونو قومندان وايي دا یو دوامداره بهیر دی او دوی غواړي تل د خپلو ځواکونو د کارندوالي په اړه ډاډمن وي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر په دېاړه وویل:«په افغانستان کې د اورکم دوره د افغانانو لپاره مهم پړاو و، دا د سولې لپاره پيلامه ده، ټول لوري په تېره بیا پوځي لوري ژمنې لري چې ډاډ ورکړي چې دغو لارو ته رسېدل شونې دي، موږ افغان امنیتي ځواکونو ته خپله پیاوړتیا ښودلې ځکه پوهېږو چې دا د افغانانو غوښتنه ده، طالبان یو لړ ژمنې لري چې باید پرې عمل وکړي خو که دا کار ونه کړي داسې ځواب لرو چې ورته اړتیا وي.»

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان د افغان دولتي ځواکونو پر مرکزونو بریدونه وکړي بهرني پوځیان به له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي وايي:«هو کله چې اړتیا ولري هوايي ملاتړ به ورولېږو، آن همدا اوس چې دلته ولاړ یوو زموږ هوایي ملاتړ فعال دی او له افغان ځواکونو سره همغږي کوي، بېلابېلو رپوټونو ته ځواب ورکوي او دا ملاتړ دوام لري، موږ به له افغان امنیتي ځواکونو دفاع ته دوام ورکړو.»

له بلخوا د ملي دفاع وزارت مرستیال وایي که طالبان له د سولې له هوکړې سرغړونه وکړي افغان امنیتي ځواکونه ځواب ورکولو ته چمتو دي.

ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا په دې اړه څرګنده:«د افغانستان دفاعي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي که چېرې طالبان خپله ژمنه ماته کړي هغوی ته به درون ځواب ورکړل شي.»

طالبانو د اورکم اوونۍ له پای ته رسېدو وروسته د هېواد په ځینو ولایتونو کې خپل بریدونه بیا پیل کړي چې ملي دفاع وزارت د بریدونو د دغه دوام غندنه کوي.

جنرال مېلر وايي که چېرې طالبان له امريکا سره د سولې له هوکړې سرغړونه وکړي دا هوکړه به ماته شي.

شریک یي کړئ