Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناټو افغانستان ته د تازه دمو سرتېرو د استولو بهیر څېړي

د ناټو عمومي منشي د بریټانیې له لومړني وزیر سره په لیدنه کې وویل چې د ناټو ستر مأموریت په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه ده، له همدې امله ناټو به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امن‎ پټن‎ځای بدل شي.

خو د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ زیاتوي هغه سرتېري چې احمتالاً افغانستان ته به واستول شي، جنګي ونډه به ونه‎لري، بلکې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنې،ملاتړ او مشورې ورکونې په برخه کې به ونډه ولري.

اسټولټنبرګ وايي چې ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې پر خپلې ژمنې ولاړ ده، له همدې امله د بروکسل په غونډه کې افغانستان ته د ناټو غړو هېوادونو څخه د تازه دمي ځواکونو د استولو په اړه د ناټو د پوځي قومندانانو غوښتنه به وڅېړل شي.

سټولټنبرګ زیاته کړه:«ناټو د کلونو په اوږدو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې مهمه ونډه لرلې ده،په افغانستان کې تراوسه زموږ ستر مأموریت له ترهګرۍ سره مبارزه ده، ترڅو د افغانستان د ترهګرو د امن‎ پټن‎ځای له بدلېدو مخنیوی وشي.»

د ناټو دغه لوړپوړی چارواکی وايي چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې غوره تګلاره،د امنیتي ځواکونو روزنه ده ترڅو د ترهګرو د ګواښونو په وړاندې له ځانه ډېره وړتیا وښيي.

هغه زیاتوي:«زموږ پوځي چارواکو په افغانستان کې تر څو زره تنو پورې زموږ د سرتېرو د زیاتوالي غوښتونکي دي، اوس موږ دغه غوښتنه څېړو. په افغانستان کې زموږ د انډول او د مأموریت د محدودیت په مطابق،د څو اوونیو په موده کې دغه پرېکړه به وکړو.زه باور لرم چې د ترهګرۍ په وړاندې غوره ځواب او وسله، په افغانستان کې د ځايي ځواکونو روزل دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسون، څو میاشتې وړاندې د امریکا په مشرانو جرګه کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې،مشورې ورکونې لپاره د ډېرو امریکايي ځواکونو د ډېرېدو غوښتونکی شوی وه.

شریک یي کړئ