Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نبیل: ټاکنو کې د لس سلنې درغلي کوونکي باید محاکمه شي

د ولسمشرۍ نوماند، رحمت الله نبیل وايي، هغه ټاکنیزې ډلې چې په ګټه یې له لس سلنې زیاته درغلي شوې وي، باید د ملي خیانت په جرم عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.

ښاغلي نبیل که څه هم پر خپله ټویټر پاڼه د کومې مشخصې ډلې نوم نه دی اخیستی خو لیکي، په ټاکنوکې درغلي کوونکو ټیمونو له دولتي امکاناتو څخه هم ګټه اخیستې ده.

ښاغلي نبیل لیکلي دي:«‎هره ټاکنیزه ډله چې له ۱۰ سلنه زیاته درغلي یې د خپل ټیم په ګټه کړې وي، باید دا ډول درغلي پلان شوې درغلي وګڼل شي او ټول باید د ملي خیانت، له اساسي قانون او ملي ارزښتونو د سرغړونې په جرم محاکمه شي.»

رحمت اله نبیل که څه هم د هیڅ یوې ټاکنیزې ډلې نوم نه اخلي خو لیکلي یې دي ددغو پلان شویو درغلیو عاملینو له ټولو دولتي امکاناتو په خپله ګټه کار اخیستی دی.

د رڼو ټاکنو بنسټ ویاند، احمد زبیر حبیب زاده څرګندوي:« د خلکو رایو په تړاو هر ډول بې پامي باید په دې توجه نشي چې تقلبي رایې او هغو کسانو چې درغلۍ کړې دي، کولی شي پروسه زیانمنه کړي او د ټاکنو پایلو منلو کې یو ډول انحراف رامنځته کړي.»

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د تقلبي رایو او هغو کسانو په اړه چې په پراخو ټاکنیزو درغلیو کې یې لاس درلود تصمیم ونیسي.

د یادې ډلې غړی، نورالرحمان اخلاقي څرګندوي:« د اته سوه زره تقلبي رایې چې ۴۲ سلنه رایې کېږي روښانه ده چې شا ته یې څوک وو او درغلۍ یې پلان کړې وې او دا درغلۍ باید محکمې ته معرفي شي.»

د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې رییس، محمد عمر داوود زی زیاتوي:« که چا احیانآ د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې په ګټه درغلي کړې وي، هغه د دولت جوړوونکې ډلې ملاتړی نه دی  او د دغې ډلې دښمن دی.»

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي د شکایتونو د څیړلو په پاي کې به هغو کسانو ته سزا ورکړل شي چې په ټاکنیزو درغلیو کې یې لاس درلود.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي او ویاند، محمد قاسم الیاسي په دې اړه وايي:« داسې کسان هم شته چې ښایې عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي څنګه چې د ۱۸۹شکایتونو له ډلې چې استیناف غوښتنې بحث هم لرو کابو ۹۰سلنه یا ډېر یې جرمي وصف لري. »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم له دې مخکې ویلي د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان او د رایو د شمیر په روښانه کیدو سره به د ټاکنو په ورځ د درغلیو عاملین عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي.

همداراز د ټاکنیزو شکایتونود اورېدنو کمېسیون وايي، له پلټنو او څېړنو وروسته به هغه کسان چې په درغلیو کې لاس لري عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه