Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نظام الدین قیصاري څوک دی حکومت ولې نیولی و او ولې بېرته ازاد کړ؟

نظام الدین قیصاري څوک دی، حکومت ولې نیولی و او وروسته یې ولې بېرته ازاد کړ او بالاخره حکومت بیاځلې د هغه د نیولو لپاره ولې ستر پوځي عملیات وکړل؟

حکومت قیصاري مجرم ګڼي خو پلویان یې له هغه سره د حکومت چلند سیاسي او په ولسمشرۍ ټاکنو پورې تړلی بولي.

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ مخکنی امنیه قومندان او د دغه ولایت د ولسي پاڅون کوونکو قومندان نظام الدین قیصاري د تېر کال د چنګاښ پر یولسمې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د ځانګړو ځواکونو له لوري تر یوې نښتې وروسته له بشري حقونو د سرغړونې په تور ونیول شو او له خپلو شلو همکارانو سره یو ځای کابل ته راوړل شو.

د نظام الدین قیصاري له نیونې وروسته، د هغه او د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم پلویانو ۱۹ ورځې د بلخ، فاریاب، بغلان او کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې لاریونونه وکړل او د هغه د خوشې کولو غوښتونکي شول.

لویې څارنوالۍ بیا له شپږو میاشتو وروسته اعلان وکړ چې، نظام الدین قیصاري د څارګرې ملي ادارې له لوري ازاد؛ خو تر څار لاندې دی.

اوس د ولسي جرګې غړي د حکومت له لوري د نظام الدین قیصاري نیول او بیا یې بېرته خوشې کول او د بېرته نیولو په موخه یې د پراخو عملیاتو ترسره کول د پوښتنې وړ بولي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي:«که چېرې دغه کسان واقعاً نامسووله دي او جرم لري باید له قانوني لارو اجراات شوي وای، او یا هم بل کس چې هلته د اختر لچک په نوم هلته نا مسووله دی او په رڼا ورځ د صرافانو پیسې وړي؛ هلته قانون په دوه ګونی ډول تطبیق کېږي.»

د ولسي جرګې غړی حمیدالله بیک هم زیاتوي:«په کابل کې ووینئ چې مافیايي کسان دي چې د خلکو ځمکې یې غصب کړي، د ځمکې مافیا دي، د ترور مافیا دي، د نشه يي توکو مافیا دي، حکومت ولې د هغوی په وړاندې چوپ دی؟»

نظام الدین قیصاري په فاریاب کې د جنرال دوستم ځانګړی استازی و؛ خو تر ولسمشرۍ ټاکنو وروسته، له ښاغلي دوستم سره یې اړیکې پرې شوې. ملي جنبش بیا حکومت د نظام الدین قیصاري پر وړانډې پر سیاسیي چلند تورنوي.

د ملي جنبش ویاند بشیر احمد ته ینج په دې اړه وویل:«په ځلونو یې له نظام الدین قیصاري څخه د دوستم په وړاندې د سیاسي کارټ په توګه استفاده کړې ده.»

نظام الدین قیصاري له خوشې کېدو وروسته، د جنرال دوستم په کور کې له ولسمشر غني او ښاغلي دوستم نه د ازادولو له امله مننه وکړه؛ خو تر هغې وروسته د جنرال دوستم پر وړاندې د مخالفت لاره ونیوله.

نوموړي له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي و چې، د اشرف غني ټاکنیزې ډلې یو شمېر کسانو ترې غوښتي چې، په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښاغلي غني له ټاکنیزې ډلې سره یو ځای شي؛ خو تر اوسه یې پریکړه نه ده کړې.

خو وروسته بیا نظام الدین قیصاري په ټاکنو کې د ولسمشرۍ نوماند رحمت الله نبیل تر څنګ ودرېد.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي څرګنده کړه:«د ښاغلي قیصاري په دوسیه کې له پیله چلند سیاسي و، په پای کې یې هم هغه د ملي امنیت له مېلمستون څخه ازاد کړ؛ وسله وال یې کړ پیسې یې ورکړې او د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال جنرال دوستم د بدیل او غوراوي په توګه مطرح کړ.»

نظام الدین قیصاري ۵۱ کلن دی او د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې یې ستړګې دې نړۍ ته پرانستي دي. هغه په لومړیو کې په بڼولۍ او سوداګرۍ بوخت و؛ خو کله چې په ۱۳۹۰ کال کې د سیمه ییزو پولیسو تشکیلات جوړ شول؛ نو په فاریاب کې د سیمه ییزو پولیسو مرستیال شو او تر هغې وروسته په یاد ولایت کې د پاڅون کوونکو قومنداني پر غاړه واخیسته.
 
شریک یي کړئ