Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نظر پوښتنه: له ټلوېزیونه د اطلاعاتو ترلاسه کول مخ پر زیاتېدو دي

د «اسیا بنسټ» کلنۍ نظر پوښتنې موندنې ښيي چې په افغانستان کې له ټلوېزیونه د مالوماتو او اطلاعاتو ترلاسه کول مخ په زیاتېدو دي، خو له راډیو د اطلاعاتو ترلاسه کول مخ په کمېدو دي.

د دغې نظرپوښتنې پر بنسټ، په افغانستان کې له راډیو د مالوماتو ترلاسه کولو کموالی له ۲۰۱۳ز کال څخه پیل شوی دی.

دغه نظر پوښتنه د دې ښودنه کوي چې په ۲۰۱۹ز کال کې ۵۷،۳ سلنه افغانانو خپل اطلاعات له راډیو ترلاسه کړي دي؛ په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۱۸ کال کې ۶۲،۹ سلنه و.

له دې ډلې ۶۲،۴ سلنه کسان په کلیو او بانډو او ۴۲،۲ سلنه یې په ښارونو کې وو. د اسیا بنسټ په نوې نظر پوښتنه کې راغلي دي چې ۶۲،۲ سلتع نرینه ۵۲،۴ سلنه ښځينه خپل مالومات له راډیو ترلاسه کوي.

په سیمه کې د راډیو اورېدو په اړه د اسیا بنسټ څېړنه ښيي چې په سوېل ختیځه برخه کې ۸۱،۷ سلنه خلک راډیو اوري او دا شمېر بیا په ختیځه برخه کې ۸۰،۱ سلنه او په مرکزي برخو کې ۲۵،۴ سلنه خلک راډیو اوري.

په همدې ترتیب، دا نظر پوښتنه د دې ښودنه کوي چې په ۲۰۱۹ز کال کې ۶۵،۹ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي چې دوی ټلوېزیون د خبري او اطلاعاتي سرچینې په توګه ننداره کوي.

دغه شمېرې ښيي چې له ۲۰۱۳ز کال راهیسې کله چې د لومړي ځل لپاره له راډیو او ټلوېزیون څخه د اطلاعاتو د ترلاسه کولو په اړه پوښتنه مطرح شوه، تراوسه د هغو کسانو په شمېر کې ۱۱،۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی چې خپل مالومات او اطلاعات له ټلوېزیونه ترلاسه کوي.

د اسیا بنسټ نظرپوښتنه همدارنګه په ډاګه کوي چې ۹۱،۱ سلنه خلک په ښارونو کې له ټلوېزیونه د اطلاعاتو ترلاسه کولو د سرچینې په توګه کار اخلي؛ په داسې حال کې چې دا شمېر بیا په کلیوالو سیمو کې ۵۷،۳ سلنې ته رسېږي.

د دغې نظرپوښتنې پر بنسټ، په افغانستان کې نرینه د ښځو په پرتله خپل اطلاعات تر ډېره له ټلوېزیونه ترلاسه کوي. په دغې نظرپوښتنه کې ۶۷،۵ سلنه نرینه وو او ۶۴،۴ سلنه ښځو ویلي چې خپل مالومات له ټلوېزیونه ترلاسه کوي.

همدارنګه په سیمه کې د اسیا بنسټ نظرپوښتنه ښيي چې د مرکزي اسیا په برخو کې تر ډېره خلک ـ ۸۳ سلنه - خپل مالومات او اطلاعات له ټلوېزیونه ترلاسه کوي. په همدې ترتیب، د لوېدیځې اسیا خلک ۷۶،۶ سلنه، شمال لوېدیځه اسیا ۶۹،۹ سلنه، سوېل لوېدیځه اسیا کې ۳۴،۷ سلنه او ختیځه برخه کې ۴۱ سلنه خلک له ټلوېزیونه د خپلو مالوماتو د ترلاسه کولو د سرچینې په توګه کار اخلي.

دغه نظر پوښتنه همدارنګه ښيي، چې په افغانستان کې ۷۷،۸ سلنه تاجکان او ۷۷،۱ سلنه هزاره ګان خپل اطلاعات له ټلوېزیونه ترلاسه کوي.

د اسیا بنسټ په دغې نظرپوښتنه کې همدارنګه راغلي دي چې ۷۹ سلنه افغان وګړي په دې باور دي چې د سولې هوکړه لیک کې د رسنیو د ازادۍ خوندیتوب یو مهمه چاره ده.

د دغې نظرپوښتنې په بله برخه کې راغلي دي، چې افغانستان لاهم د خبریالانو لپاره یو خطرناکه هېواد دی او له ۲۰۰۱ز کال راهیسې په دغه هېواد کې ۶۶ خبریالان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ