Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نقدکوونکي د داعش د تلفاتو په اړه د حکومت شمېرې له مبالغې ډکې بولي

د امنیتي ادارو د خبرپاڼو پر بنسټ په تېرو نهو ورځو کې ۱۶۷ داعشیان په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې وژل شوي او څه باندې ۵۰ نور یې ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په هېواد کې د داعشیانو شمېر له یو نه تر دوه زره ښيي، خو د ولسې جرګې یو شمېر غړي وایي، چې د حکومت لخوا د مرګ ژوبلې شمېرو ته په کتو باید په څو میاشتو کې داعش ترهګره ډله له‎منځه تللې وای. دوی حکومت په شمېرو کې پر مبالغې تورنوي.

خو د ننګرهار والي یو ځل بیا وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې په سلګونه داعشیان په دغه ولایت کې وژل شوي دي.

هغه څه چې د امنیتي ادارو لخوا د داعشیانو د مرګ ژوبلې د شمېر په رپوټ کې خپاره شوي د دغو شمېرو په اړه یې شکونه زیات کړي دي.

طلوع نیوز یوازې په تېرو نهو ورځو کې د هېواد په ختیځ کې د داعشیانو د تلفاتو شمېر راټول کړی او دا شمېر ښيي چې په نهو ورځو کې ۱۶۷ داعشيان وژل شوي او څه باندې ۵۰ نور ټپيان دي.

دا شمېر له ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو راټول شوی دی.

د ننګرهار والي ګلاب منګل په دې اړه وویل:«ښايي چې شمېر سم نه وي خو په سلګونه داعشیان وژل شوي دي او په سلګونه تنه نور یې ټپيان شوي دي او مهمه دا ده چې د هغوی مرکزونه هم له منځه تللي دي.»

په دې موده کې حکومت د ۱۵ داعشیانو د نیولو خبر هم ورکړی دی چې له دې ډلې یوازې دیارلس تنه داعش جنګیالي په کابل کې نیول شوي دي.

هغه څه چې حکومت وايي په اوسني وخت کې داعشیان په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې فعالیت لري.

د سیاسي چارو شنوونکی جاوېد کوهستاني وویل:«له بده مرغه په حکومت کې د شمېرو په ورکړه کې او د مخالفو ډلو له فعالیت څخه یو سم درک نشته.»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم وايي چې د داعشیانو د تلفاتو په هکله د حکومت شمېرې له مبالغې ډکې دي.

د ولسي جرګې غړي جعفر مهدوي په ډاګه کړه:«دوی غولونکي شمېرې ورکوي او پر حقیقت استواره نه دي.»

خو د کورنیو چارو وزارت وايي د بهرنیو وګړو په ګډون په افغانستان کې تر دوه زره داعشیان فعالیت لري.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب الله دانش څرګنده وي:«همدا اوس هغه شمېرې چې موږ یې لرو په افغانستان کې زر تر دوه زره داعشیان فعالیت لري چې موږ هڅه کوو ترڅو د دغې ډلې ټول غړي له منځه یوسو.»

روسیې له دې مخکې په افغانستان کې د داعشیانو شمېر ۱۰ زره تنه بللی او داسې ښکاري چې په افغانستان کې د دې ډلې فعالیت د روسیې جدي اندېښنه هم ده.

خو افغان حکومت په دې باور دی چې په افغانستان کې داعشیان جدي ګواښ نه دي او په هېواد کې حقاني ډله لوی بریدونه د دغې ډلې په نوم ترسره کوي.

شریک یي کړئ