Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار؛ افغان زده کوونکي پاکستانی نصاب لولي

ننګرهار کې له ډېورنډ فرضي کرښې سره څېرمه پرتې کورنۍ خپل ماشومان د زده کړو لپاره د کرښې هغې خواته لېږي.

دغه زده کوونکي چې د ښوونځي یونیفورم يې نارنجي رنګ لري، وايي هلته ښوونځیو کې د پاکستان تاریخ، سیاسي مشران او د هغوی د نصاب مطابق تدریسي توکي لولي. 

د نوید په نوم یو تن زده کوونکي طلوع‌نیوز ته وویل، دوی ځکه تر ډېورنډ کرښې هغې غاړې ښوونځيو ته ځي، چې دلته ورته د زده کړې مناسبه زمینه نه ده برابره شوې. 

هغه زیاته کړه: «پاکستانی تاریخ راته ښيي، د افغان تاریخ درک نه راته لګېږي، هلته ډېر ښه درسونه راته وايي، موږ په دې وجه هلته ځو، چې دلته له سره موږ ته درسونه نه راکوي.»

د کشمیر په نوم یو بل زده کوونکی هم تاییدوي چې دوی تر کرښې هغې غاړې ته پاکستانی نصاب او د هغوی د نصاب مطابق د هغوی تاریخ لولي او له خپل تاریخ نه خبر نه دي. 

د ننګرهار د پوهنې چارواکي هم مني، چې افغان ماشومان پاکستاني نصاب ته ګونډې ماتوي، خو زیاتوي چې تر اوسه پورې تورخم کې اصلاً ښوونځی موجود نه و. 

د پوهنې ریاست رییس حسیب الله شینواری وايي: «یوه غټه ستونزه چې د تورخم ماشومان هغه غاړه ښوونځيو ته ځي، هغه دا ده چې موږ په تورخم کې لا تر اوسه هیڅ ښوونځی نه درلود، خو په دې کال کې یو ښوونځی ایجاد شوی، خو لا هم تعمیر نه لري، موږ په ډېرو هلو ځلو وتوانېدو، چې یو شپاړس صنفي تعمیر جوړ کړو، چې څو ورځو کې به يې کار شروع شي، بیا کولی شو چې ماشومان له هغې غاړې را وګرځوو.»

فریدالله چې د ښوونځي لباس يې پر تن دی، وايي هره ورځ اوه بجې ښوونځي ته ځي او دوولس بجې بېرته کورته راځي، هغه وویل: «تاریخ د پاکستان وایو، ترانې د پاکستان وایو، اوه بجې ښوونځي ته ځو، دوولس بېرته راځو.»

ننګرهار چې د نورو ګڼو ولایتونو په پرتله پکې د پوهنې هڅې د پام وړ ښکاري، پر چارواکو يې نېوکه کېږي، چې د نږدې څلورو سوو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ذهنونه له خپل نصابه پردي شوي دي.  

شریک یي کړئ