Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهاریان د پاکستان ویزې اخیستو کې له ستونزو سرټکوي

په ننګرهار کې د پاکستان ویزې اخیستوونکي له کڼو ستونزو سره مخ دي، دوی چې په جلال ښار د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د ویزو اخیستو لپاره شپې سبا کوي، ادعا کوي چې د ویزې د ورکړې په بدل کې بډې ترې غوښتل کېږي.

ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته تر ډېره هغه کسان د ویزو اخیستو لپاره کتار جوړوي، چې تر ډېره ناروغي لري او غواړي چې د درملنې په موخه دغه هېواد ته ولاړ شي.

په دغو کتارونو کې تر ډېره ښځې دي چې ماشومان هم ورسره وي.

کنړ اوسیدوونکی، توریالی وايي:«زما دا دریمه میاشت ده چې پارچه لګول کېږي، خو ویزه مې نه کېږي، ویزه واسطو او پیسو ولا ته ورکول کېږي.»

جلال اباد اوسیدوونکی، سمیع الله زیاتوي:«څلویښت پنځوس پاسپورټونه ټولوي، او عسکرو پرې اې او بي ګروپ لیکلو او سهار به یې یوازې د هماغه کسانو نوم اخیستو. نورې ټولې ښځې هلته څو ورځې ناستې دي.»

د ننګرهار ولایتي شورا رییس وايي پاکستان په لوي لاس افغانان د ویزو اخیستو پرمهال افغانان ستړي کړي او کڼې ستونزې ورته جوړوي خو دی له حکومت څخه غواړي چې ویزو ستونزې د حل لپاره له دې دغه هیواد سره جدي خبرې وکړي.

د ننګرهار ولایتي شورا رییس، احمد علي حضرت څرګندوي:«شک نشته چې د پاکستان حکومت افغانان سپکوي، اوس کنسګرۍ مشکل پیدا کړی او د مشرقي خلک له ستونزو سره مخامخ دي، هیله ده چې دا ستونزه هواره شي.»

ننګرهار کې د عامه نظم قومندان، زاهد افغان زیاتوي:«دلته خلک مړه شول، ټپيان شول، زموږ پیپ په لاس کې وي چې دوی نظم مراعات کړي، داسې نه ده چې موږ یې بې عزتي کوو، دوی باید نظم باندې ووسي.»

هڅه مو وکړه په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ نظر واخلو خو بریالي نشوو، د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي د ویزو د ستونزو په هکله د پاکستاني چارواکو سره خبرې شوي دي.

د معلوماتو له مخې په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ د ورځې اته سوه ویزې ورکوي خو مراجعین څو برابره زیات دي چې د خلکو کڼه کوڼه زیاته کړې ده.

visa

شریک یي کړئ