Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د داعش پاتې کورنۍ د قبایلو قومي مشرانو ته وسپارل شوې

ننګرهار کې د داعش د وژل شویو غړو کورنۍ چې ۵۰ ښځې او ۸۰ ماشومان دي، د پاکستان قبایلي مشرانو ته سپارل شوي دي.

د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته قومي مشران د یادو کورنیو د سپارلو  مراسمو پرمهال د پاکستان څارګره اداره(ای اېس ای) د هرګرو په ملاتړ تورنوي او زیاتوي چې پاکستاني وګړي افغانستان کې جګړو ته هڅوي.

له ډیورنډ کرښیې هغې غاړې راغلی قبایلي مشر، ملک صبوري افریدي زیاتوي:«د پاکستان وحشي پوځیان( آی اېس آی) زموږ ټول شته تباه کړل او همداراز دا فعالیتونه هلته(افغانستان کې) پیل کړي. راځئ چې یو ځای د دې اعمالو مخه ونیسو.»

د ننګرهار والي وايي، د داعش د وژل شویو جنګیالیو کورنۍ خپلو محارمو ته سپارل شوي دي.

د ننګرهار والي، شاه محمود میاخېل زیاتوي:«د جرګې له لارې دوی(قبایلي مشرانو) غوښتنه کړې وه او نېږدې ۵ ښځې او ۸۰ماشومان وروسته د ورثې او محرم د تثبیت وروسته چې دې ښځو ومنله چې هغه کسان پېژنې، موږ دا ښځې دوی ته وسپارلې.»

همداراز بل یې، عصمت الله اورکزی د داعش جنګیالیو د باتې شویو  کورنیو د ورسپارلو خوښي څرګندوي:«موږ له تاسې ډېر خوشاله یوو دغو کسانو(داعش جنګیالیو) هغه جنایت چې ستاسو په هېواد کې کړي دي، له هغې یې زیات زموږ په هېواد کې کړي دي.»

په همدې حال کې د ننګرهار قومي مشر، دغه کورنۍ د پښنو عزت بولي او زیاتوي چې د درناوي په موخه ښځې ماشومان خپلو محارمو ته سپارل شوي.

ملک عثمان په دې اړه وايي:«دا ښځې پښتنې دي او د پښتنو عزت دی. نه مجرمان دي او نه هم د افغانستان خلک دوی خپل دښمانان بولي.»

د ننګرهار د سیمه‎ییزو چارواکو د شمېرو له مخې شاوخوا ۱۱۰۰ ښځې او ماشومان چې د داعش لیکو کې یې د فعالیت کاوو، افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي او راتلونکې کې به پاتې نور هم قبایلي مشرانو ته وسپارل شي.

د ننګرهار والي وايي، د داعش د وژل شویو جنګیالیو کورنۍ چې ډله کې یې ۵۰ ښځې او ۸۰ ماشومان هم شامل دي، خپلو محارمو ته سپارل شوي دي.

شریک یي کړئ