Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د داعش او طالب جګړو ۱۳زره کورنۍ بې ځایه کړي دي

د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست وايي د یوې نیمې میاشتې په موده کې د طالبانو او داعش ترمنځه د جګړو له امله د دې ولایت د شېرزادو او خوګیاڼیو ولسوالیو څخه شاوخوا ۱۳ زره کورنۍ د خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.                                                                                                                                     
ننګرهار د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس، نجیب الله قیومي زیاتوي:«وروستیو یوه نیمه میاشت کې کابو ۱۳زره او درې سوه کورنۍ د شېرزادو او خوګیانو نه بې ځایه شوي دي او د جلال اباد ښار شاوخوا پراته دي.»

په ورته مهال دغه بې ځایه شوي کورنۍ وايي د داعش د ظلمونو له ویرې کډه شوي دي.

اوویا کلن اعتبار خان د شېرزادو ولسوالۍ اوسیدوونکی دی. دی وايي د طالبانو او داعش ترمنځه جګړو اړ کړل چې خپل کورونه او ګرنیزې ځمکې پرېږدي.

اعتیار خان زیاتوي:«داعشیان راغلل، طالبان وو، سره مخامخ شول، موږ ماشومان راویستل او راووتو، هرڅه مو پرېښودل. دلته پراته یوو، نه ښه لرو او نه بد، هېڅ هم نلرو.»

ننګرهار کې بې ځایه شوی، مظهر وايي:«داعشیانو په شینوارو کې ډېر ظلم کړی وو، موږ اوریدلي وو، نو ځکه مو هرڅه پرېښودل او راووتو. دلته په یوه کوټه کې درې کورنۍ ژوند کوو، ژوند مو خراب دی.»

بل بې ځایه شوی، نصیب وړاندې وايي:«ویل یې حلالوو مو، کورونو کې مو بمونه ږدو، که له کورونو نه ونه وتی، نو نورمسوولیت مو پر خپله غاړه دی، داعشیانو کې پاکستاني، وزیرستاني او کنداریان وو، موږ بد حالت کې راووتو.»

 په ورته مهال د ننګرهار والي په شېرزادو او خوګیانو ولسوالیو کې د داعش ډلې شتون په تړاو وايي چې یاده ډله په دغو دوو ولسوالیو کې د عایداتي سرچینو څخه خپل مالي امکانات برابروي. دی زیاتوي په دې سیمو کې د داعش ډلې د مالي عوایدو لارې د لرګيو، قیمتي ګاڼو، ترور او نشه توکو قاچاق دي.

د ننګرهار والي، شاه محمود میاخیل څرګندوي:«هسکه مینې کې د لرګو قاچاق کېږي، څوک چې ځنګله کې لرګي وهي، دوی ته پیسې ورکوي، او همداراز کانونو نه دوی لاسته راوړنې لري، لکه د شوګاڼي معدن دی، همداراز له نورو قاچاقو چې له سرحد نه تیريږي که نشه یي توکي وي یا بل څه، همداراز د تهدید او نورو لارو یې هم ترلاسه کوي.»

د ننګرهار د چارواکو په خبره وخت ناوخت د ننګرهار په شېرزادو او خوګیانو ولسوالیو کې داعش او طالبانو ترمنځه جګړې راپورنه راځي چې د همدې جګړو له امله د سیمې خلک کډوالۍ ته اړکیږي.

په ننګرهار ولایت کې د جګړو له کبله بې ځایه شوي کورنۍ وايي د داعش د ظلمونو له ویرې کډه شوي دي.

شریک یي کړئ