Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"ننګرهار کې د داعش د جرړو ایستل د نړۍ لپاره ستره لاسته راوړنه ده"

ولسمشر اشرف غني وايي چې په ننګرهار کې د داعش د جرړو ایستل د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.

په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د جرړو د ایستل  کېدو په تړاو له رپوټونو وروسته؛ ولسمشر غني د سه شنبې پر ورځ دغه ولایت ته ولاړ.

ولسمشر غني له داعش ډلې سره په جګړه کې د ولسي پاڅون کوونکو ونډه ستايي. 

ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه وویل:«هغه شې چې تاسو په تدبیر وکړ، په لویو بمونو، په هوايي عملیاتو، په کوماندو ونه شو، زه غواړم هم تاسو ته مبارکي درکړم او هم وایم چې تاسې په یوه فورمول راغلي یاست چې په هغه کې د افغانستان بقا ده. هغه دا ده چې ولس له امنیتي او دولتي بنسټونو سره همغږي وي.»

بلخوا محمد اشرف غني د داعش هغو غړو ته پر پاملرنې ټینګار کوي چې له خپلو کورنیو سره په ننګرهار کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

ښاغلي غني زیاته کړه:«له جناب والي صاحب نه زما غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره مشرانو سره خبرې وکړئ، چې د داعش په یوې واضح طبقه بندۍ سره راشي، زه غواړم چې له مېرمنو او ماشومانو سره اسلامي، پښتون ولي چلند وکړم. او طریقه یې له هغو کورنیو سره که هغه دلته دي او که وزیرستان کې دي تاسې برابره کړئ، زه دوی پاکستان ته نه ورکوم.»

ځایي چارواکي هم  په ننګرهار کې له داعش ډلې سره په مقابله کې د ولسي پاڅونوالو ونډه ستايي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل:«هغه موخه چې له ډېرو بمومو سره وروستۍ نه شو، له ډېرو ځواکونو سره وروستۍ نه شو، زموږ د ځواکونو او خلکو له همکارۍ سره هغه ته ورسېدو او د هېواد دا برخه امنه شوه.»

په وروستیو کلونو کې ننګرهار په افغانستان کې د داعش د تر ټولو مهم مرکز په توګه یادې ده.

د ننګرهار د امنیتي ځواکونو په وینا تر اوسه ۲۴۳ داعش جګړه مار له خپلو ۶۲۵ ښځو او ماشومانو سره دولت ته تسلیم شوي دي.

د دغو تسلیم شویو کسانو په ډله کې د پاکستان، ایران، تاجیکستان، آذربایجان، قزاقستان، مالدیف او ازبېکستان هېوادونو وګړي هم شته.

شریک یي کړئ