Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي

افغانستان کې امریکايي پوځيان د خپلو دوو سرتېرو له وژل کېدو او د شپږو له ټپي کېدو خبر ورکوي.

دغه ځواکونه د خبرپاڼې په خپرولو سره نن(یک‎شنبې د سلواغې په ۲۰مه نېټه) وايي پېښه د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، یادې ولسوالۍ کې د یوې غونډې پرمهال بریدګر چې د افغان ځواکونو په جامو کې وو، پر امریکايي ځواکونو یې ډزې کړې او په پایله کې یې امریکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله  اوښتې ده.

که څه هم په خبرپاڼه کې د پېښې لامل نه دی روښانه شوی، خو امریکايي ځواکونه وايي چې د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي پېښه کې د دریو افغان کمانډو ځواکونو ټپي کېدل تاییدوی.

 شاه محمود میاخېل څرګندوي:«ولسوالۍ ته د اردو ځانګړي قطعات او د غوڅ ملاتړ سرتېري راغلي وو، او یو څوک پرې ډژې کوي، یو کس له اردو پرې ډزي کوي. په ډزو کې برید کوونکی وژل شوی دی، درې کومانډو او د غوڅ ملاتړ سرتېري هم ټپیان شوي دي. تر اوسه نه ده څرګنده چې دا کوم نفوذي کس وو او که هم کومه تېروتنه شوې ده.»

د ننګرهار والي زیاتوي چې اوس مهال څېړنې روانې دي او وروسته به جزيیات شریک کړي.

یو شمېر داسې لاملونه هم شته چې د افغان کمانډو او امریکايي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه